لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې د پاکستان پوليسو ته ۱۱بکتربند ګاډي ورکړي


د امريکې حکومت د چهارشنبې يا شورو په ورځ د پاکستان پوليسو ته د ترهګرۍ او تندلاريتوب پرضد مبارزې دپاره ۱۱ بکتربند ګاډي ورکړي دي.
د امريکې حکومت د چهارشنبې يا شورو په ورځ د پاکستان پوليسو ته د ترهګرۍ او تندلاريتوب پرضد مبارزې دپاره ۱۱ بکتربند ګاډي ورکړي دي.

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال ويلي چې د امريکې لخوا پولیس ته کوم ګاډي ورکړی شوي په دې کې نوې الې لګېدلي او دې سره به د ترهګرۍ ترڅنګ د نورو چېلنجونو په وړاندې د پوليس ماموريت نور پياوړی شي.

هغه د دې ژمنې څرګندونه کړې چې پاکستان د امريکا سره د همکار په توګه کار کولو ته تيار دی د دې دپاره چې په سيمه کې امن په ځای کړی شي.

هغه ويلي پاکستان د امريکې سره د امنيت ترڅنګ په نورو برخو او په ځانګړي ډول د تعليم په برخه کې د پراخه ملاتړ خواهش لري.

د امريکې حکومت د چهارشنبې يا شورو په ورځ د پاکستان پوليسو ته د ترهګرۍ او تندلاريتوب پرضد مبارزې دپاره ۱۱ بکتربند ګاډي ورکړي دي.

دغه ګاډي د امریکې د بهرنو چارو وزارت سرپرست مرستيال سېکتر ډېوډ رېنز د اسلام اباد او خېبرپښتونخوا پوليس او ملېشې سرتېرو ته ورکړي دي او د دغو ګاډو بيعه يا قيمت د ۲۷ لاکه ډالرو نه سېوا دی.

په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ويلي د دغو ګاډو ورکول د امريکې د هغو ژمنه څرګندونه ده چې وايي د پاکستان اولس خوندي کړي.

پاکستان ته ورکړی شوي ګاډي د امریکې لينکو کمپنۍ جوړ کړی او دا ګاډی کولی شي چې په لرې پرتو او ګرانو علاقو کې وګرځي.

دا ګاډي د دې جوګه جوړ کړی شوي دي چې د ترهګرو او تندلارو ترڅنګ د جرايم پېشه ؤ سره د مقابلو په وخت سرتيري پکې خوندي پاتې شي.

د پاکستان د ملي شمارياتو د محکمې د شمېرو ترمخه تراوسه پورې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې نزدې شپږنيم زره پوليسو د خپلې دندې په وخت ژوند د لاسه ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG