لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا اصلاحات:جماعت اسلامي اسلام اباد کې د پرلت وهنې ګواښ کړی


په دغه جلسه کې شاملو په زرکونو مظاهره چیاتو فاټا کې د اصلاحاتو نه عملي کیدلو پسر په حکومت سخت ټکونه کول اؤ دایف سي ار قانون په ضد یې شعارونه ورکول.
په دغه جلسه کې شاملو په زرکونو مظاهره چیاتو فاټا کې د اصلاحاتو نه عملي کیدلو پسر په حکومت سخت ټکونه کول اؤ دایف سي ار قانون په ضد یې شعارونه ورکول.

دپاکستان سیاسي مذهبي ګوند جماعت اسلامي قبائیلي سیمو دپاره داعلان کړل شوؤ اصلاحاتو عملي کولو دپاره پلازمینه اسلام اباد کې د احتجاجې پرلت ماتؤنې دړکه کړې ده.

دجماعت اسلامي مشر سراج الحق وایي چې که حکومت قبائیلي سیمو کې اصلاحات نه پځایې کوي نو بیا دې حکومت تر اوږدې مودې اسلام اباد کې احتجاجي پرلت ته ځان چمتو وساتي.

دپاکستان حکومت پریکړه کړې وه چې د دوشنبې په ورځ به قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو دپاره قانوني مسوده پارلیمان ته منظوریدو دپاره وړاندې کوي خو دقامي اسمبلۍ په غونډه کې یې خپله دغه ژمنه سرته ونه رسوله چې په دې مخالفو سیاسي ګوندونو کوټلی احتجاج کړی ؤ.

دقبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو اؤ ددغه سیمو نه د انګریز د دور ایف سي ار قانون ختمولو دپاره د دوشنبې د ورځې نه جماعت اسلامي خیبر ایجنسۍ څخه احتجاجي لاریون ویستلی ؤ‌چې دغه لاریون د سه شنبې په ورځ پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی اؤ دغلته ترې یوه لویه جلسه جوړه شوې ده.

دغه جلسې ته د جماعت اسلامي د مرکزي مشر سراج الحق اؤ قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو د مشر خورشید شاه په ګډون دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو ویناوې کړي اؤ په حکومت یې غږ کړی چې نور دې قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو پځایې کولو لړ کې لم لیټ نه لاس واخلي.

په دغه جلسه کې شاملو په زرکونو مظاهره چیاتو فاټا کې د اصلاحاتو نه عملي کیدلو پسر په حکومت سخت ټکونه کول اؤ دایف سي ار قانون په ضد یې شعارونه ورکول.

جلسې ته خپله وینا کې سراج الحق حکومت ته کرښه راښکله چې باید د روانې میاشتې تر پایې قبائیلي سیمو کې اصلاحات پځایې کړي ګنې بیا به ټول سیاسي ګوندونه اسلام اباد کې په احتجاجي پرت وهنه لاس پورې کړي.

وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې دجماعت اسلامي مشر سراج الحق ویلي چې که حکومت دقبائیلو اؤ سیاسي قیادت غوښتنې ته غوږ ونه نیولو نو بیا اسلام اباد کې کیدونکې پرلت وهنه به تر اوږدې مودې وي.

ددغه غونډې یو شمیر قبائیلي برخه والو ډیوه راډیو ته ویلي چې هغوئ هم دهیواد د نورو برخو د وګړو په څیر خپل جمهوري،انساني اؤ‌ ائیني حقونه غواړي اؤ ددې دپاره هرې قربانۍ اؤ مبارزې ته چمتو دي.

په دغه مهال د حکومت مخالفه سیاسي ګوند مسلم لیګ ق مرکزي غړي اجمل وزیر دفاټا اصلاحاتو په اړوند دقبائیلي سیمو د پارلیماني غړو په کردار هم سخت ټکونه کړي دي.

ښاغلي اجمل وزیر وویل که چرې قبائیلي سیمو نه دپارلیمان غړي فاټا کې د اصلاحاتو غرضي وؤ نو د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دټاکنې په مهال به یې شرط ایښی ؤ چې شاهد خاقان ته به هله ووټ ورکوي چې هغه فاټا کې د اصلاحاتو پځایې کولو باور ورکړي.

دپاکستان مرکزي کابینې دحکومتي‌ کمیټې د سپارښتنو په اساس د روان کال د مارچ میاشت کې فاټا کې داصلاحاتو منظوري ورکړې وه.

دغو سپارښتنو کې دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو ، دغلته نه د ایف سي ار قانون ختمولو اؤ دپاکستان دعدالتي نظام فاټا ته د ورغځولو سپارښتنې شامل دي.

خو د اوږدې مودې تیریدو باجود دپاکستان حکومت د پارلیماني کمیټې ددغو سپارښتنو په قانوني بڼه د پارلیمان نه په منظورؤلو کې نه دی بریالی شوی.

د روان کال د اکتوبر په میاشت کې هم فاټا نه دپارلیمان غړو اؤ دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو پلازمینه اسلام اباد کې فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو دپاره یو ستر احتجاج کړی ؤ.

ددغه احتجاج په مهال حکومت داحتجاج کوونکو مشرانو ته باور ورکړی ‌چې فاټا کې به اصلاحات پځایې کوي خو دغه وعده یې وروسته ترسره نه کړه.

دې نه وړاندې روان کال هم د اکتوبر په مېاشت کښې د قباېل پارلېمانې غړو دقبائیلي سیمو وګړي ، طالبعلمان، مدني فعالین اؤ سیاسي غړي تور لګوي چې حکومت داصلاحاتو پځایې کولو لړ کې هرځل قبائیلي اولس په تشو وعدو غولوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG