لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هغه بې وزله قبیله چې د موږکانو کټوۍ ترسکون خوراک ګڼي


کله چې دهغوئ څخه یو تن موږک اوولي نو نور یې په چکچکو ونازوي.
کله چې دهغوئ څخه یو تن موږک اوولي نو نور یې په چکچکو ونازوي.

که چرې تاسو د هند دبهار ایالت یو کلي عالم پور ګنپورا ته ورپیښه وکړئ نو دغلته به ووینئ چې په یو ځایې به ډیر خلک راټول شوي وي اؤ کله چې تاسو دهغوئ مینځ ته سر وردننه کړئ نو وبه وینئ چې هغوئ د موږک د ویشتلو هڅه کوي.

کله چې دهغوئ څخه یو تن موږک اوولي نو نور یې په چکچکو ونازوي.

که تاسو دا ګڼئ چې په ګونپورا کې به موږکان سیوا شوي وي نو دا خبره بیخي نه ده. بلکې دغلته خو موږکان ډیر په ګرانه ترلاسه کړي بلکې ددغه کلي دموسهار قبیلې خلک موږکان ډیر په خوند خوري اؤ دې ته خپل دخوښې خوراک وایي.

دغه قبیله چې په خیمو اؤ کچه چوپړو کې ژوند کوي ، دهند زیات بې وزله خلک ګڼل کیږي اؤ نه شي کولی چې غوښه واخلي ځکه نو دغوښې مینه د موږکانو په خوړلو ماتوي.

خبري شبکې ای ایف پي د موږکانو د ویشتلو یوه ویډیو جوړه کړې چې پکې پهیکن مانجهي نومې تن د موږ په ویشتلو د خپلو همسایه ګانو نه شاباسی اخلي.

مانجهي وایي یوازې ۱۵ؤ دقیقو کې د موږکانو ترسکونه کټوۍ پخیږي.

هغه وایي” زمونږ دقبیلې هر غړی دموږکانو په کټوۍ پخولو پوهیږي اؤ دا یې دخوښې خوراک دی ځکه چې دغوښې کټوۍ ده”

دهند ددغه بې وزله هندوانو شمیره خواوشا دوه نیم میلیونو ته رسیږي خو په ټولنه کې ورته ډیر په سپکه کتل کیږي.​

د موسهار قبیلې د وګړو دپاره د ښه ژوند په تکل بوخت ټولنیز فعال سدهاور ګهسي وایي دا خلک دهند غریبو خلکو څخه هم زیات غریب دي اؤ دحکومت هیڅ رقم دخیرښیګړې پروګرام ته لاس رسی نه لري.

هغه وایي دوئ په مشکله د ورځې یو ډالر ګټي اؤ په هغې خپل لنډ تنګ ژوند کوي.

خو بیا جتن رام منجهي هم ددغه قبیلې یو غړی دی ، چې زده کړې یې وکړې اؤ په کال ۲۰۱۴م کۍ دبهار د وزیراعلی څوکۍ ته ورسیدو .

جتن رام منجهي تر نهو میاشتو په دغه مهمه حکومتی څوکۍ ناست ؤ اؤ وایي چې له زده کړو پرته هیڅ شی دانسان حالت نه شي بدلولی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG