لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلام اباد په احتجاجي پرلت عدالتي اورېدنه، د پوځ غبرګون


عدالت احتجاج کوونکو ته د مالي مرستو، ډوډۍ او بجلۍ ورکونکو په اړوند پوښتنه کړې او د يوې اوونۍ پورې يې اورېدنه ځنډولې ده.
عدالت احتجاج کوونکو ته د مالي مرستو، ډوډۍ او بجلۍ ورکونکو په اړوند پوښتنه کړې او د يوې اوونۍ پورې يې اورېدنه ځنډولې ده.

سترې محکمې د اسلام اباد په دروازه فېض اباد باندې د مذهبي ډلو د احتجاجي ناستې په اړوند د استخباراتي ادارو (ايي اېس ايي) او (اېم ايي) راپورونو ته د اطمينان وړ نه دي ويلي.

د اسلام اباد او پېنډۍ ترمنځ فېض اباد کې په غټ سړک د تحريک لبېک يارسول الله او سني تحريک احتجاجي ناسته د دوه اوونو نه د زياتو ورځو راهسې روانه ده، چې له امله خلک د ډېری ستونزو سره مخ دي.

د سترې محکمې د قاضي مشيرعالم په مشرۍ دوه کسيزه بنچ په اورېدنه کې جسټس فايزعيسی ويلي اړونده چارواکي دې عدالت ته اووايي چې احتجاج کوونکو ته مالي مرستې څوک ورکوی؟ که بهرنی لاس پکې ککړ وي ښکاره دې کړی شي.

اټارني جنرال عدالت ته د مرکزي او پنجاب حکومت ځواب وړاندې کړی او ويلي يې دي حکومت د تشدد او نښتې له امله د زور لار نه خپلوي ځکه چې د ځېنې مظاهره چيانو سره وسلې دي.

جسټس عالم ويلي که سبا دښمن په سړکونو کښينې هغو سره به هم حکومت خبرې کوي؟. اټارني جنرال ويلي د عدالت حکم يې د احتجاج کوونکو مشرانو ته رسولی دی.

نوموړي جج ويلي، ولې دا پرېکړه به اوس احتجاج کوونکي کوي چې پرلت ختم کړي که نا؟

جسټس عالم ويلي د پنجاب حکومت دې پله پام نه ورکوي او جسټس عيسی ويلي که حالات قابو نه کړی شو د ملک فېصلې به دعدالتونو په ځای په کوڅو کې کيږي.

عدالت احتجاج کوونکو ته د مالي مرستو، ډوډۍ او بجلۍ ورکونکو په اړوند پوښتنه کړې او د يوې اوونۍ پورې يې اورېدنه ځنډولې ده.

عدالت دا هم ويلي چې مطبوعات يا ټي وي چېنلې احتجاجي ناستې ته کورېج ولې ورکوي؟.

د سه شنبې په ورځ سترې محکمې په احتجاجي پرلت په خپله نوټس اخستی ؤ.

اسلام اباد هائيکورټ هم په ۱۶م نومبر د احتجاج کوونکو لرې کولو حکم کړی خو احتجاج کوونکو يې د منلو نه انکار کړی او د کورنو چارو مرکزي وزير احسن اقبال ويلي ؤ د خبرو د لارې دغه مسله هوارول غواړي.

د پوځ غبرګون

بل لور ته پوځ ويلي که حکومت د احتجاجي ناستې په اړوند څه پرېکړه هم کوي دوي به يې عملي کوي.

دوه ورځې وړاندې په پارلمان کې د مخالفو ډلو مشر خورشيدشاه غوښتنه کړې وه چې د احتجاج ختمولو دپاره دې پوځ راوبلل شي.

پوځي وياند ويلي که احتجاجي ناسته د خبرو د لارې ختمه شي غوره ده، او حکومت بيا څه پرېکړه کوي پوځ به يې عملي کوي.

د پوځ ویاند مېجنر جنرال اصف غفور دا هم ويلي د ملکي امنيت په اړوند پوځ او حکومت په يو مخ دي او پوځ د حکومت په لارښوونه د عمل کولو پابند دی.

د مذهبي ډلو د احتجاجي ناستې امله د ورځې د لاکونو په شمېره کې خلک د تګ راتګ کولو د ستونزې سره مخ دي.

راپورونه وايي د چهارشنبې په ورځ احتجاج کوونکو دوه کېمره مېنانو باندې تشدد هم کړی دی، راپورونه وايي مظاهره چيانو دوي هغه وخت وهلي چې کله دوي د مظاهره چيانو په پوليس د بريد عکسونه او ويډيو جوړوله.

احتجاجي ډلو د ختم نبوت په اړوند د ائيني مادو چېړولو په ضد احتجاجي ناسته پېل کړې خو وروستو د پاکستان پارلیمان دغه بدلون بيرته اخستی او بدلون ته يې غلطي ويلې وه.

په احتجاجي پرلت ناست خلک د قانون د مرکزي وزير زاهدحامد او د پنجاب د قانون وزير راناثناالله د چوکو نه لرې کولو په غوښتنه ټينګ ولاړ دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG