لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:عملیاتو کې دوه ترهګر اؤ یو عسکر وژل شوی


دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان دکیچ ضلعې په تربت سیمه کې دایف سي ځواکونو په عملیاتو کې دوه ترهګر اؤ یو عسکر وژل شوي اؤ درې عسکر ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچنیې وایي عملیاتو کې دایف سي ځواکونو دترهګرو د ولکې نه تښتول شوي ۱۸ کسان هم راخوشې کړي چې ۱۶پکې غیرملکیان دي.

تربت دبلوچستان هغه سیمه ده چې په تیرو اوو ورځو کې ترې د شلو وژل شوؤ کسانو مړي موندل شوي.

سرچینې وایي ددغو وژل شوؤ کسانو دمړو ترلاسه کیدو وروسته دایف سي ځواکونو د سه شنبې په ورځ په دغه سیمه کې دترهګرو په ضد عملیات کول چې په دغه مهال ترهګرو سره په جګړه ونښتل .

دامنیتي سرچینو وینا ده چې دامنیتي ځواکونو په ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي اؤ دترهګرو ډزو کې یو عسکر وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دپیښې نه وروستو په لویه شمیره امنیتي عسکر سیمې ته رسیدلي اؤ د ورانکارو خلاف یې ګیره سخته کړې ده.

په تیره اوونۍ کې په تربت سیمه کې پینځلس مړي موندل شوؤ وؤ چې بلوڅ بیلتون خوښې ډلې یې د وژنې پړه پغاړه اخستې وه اؤ ویلي یې وؤ چې دغو کسانو دپاکستان اؤ چین په اقتصادي لاره کار کولو ځکه وژل شوي.

دبلوچستان دکومې سیمې (کیچ) څخه چې دغه مړي موندل شوي دغلته اکثره وسله والې ډلې دپاکستان اؤ چین داقتصادي پروژې سي پیک په جوړولو بوخت مزدوران، امنیتي ځواکونه اؤ حکومت پلوه خلک په نخښه کوي.

ددغه پیښې نه درې ورځې وروسته پینځه نور ویشتل شوي مړي هم ددغه سیمې نه ترلاسه شوي وؤ چې دهغې راپدیخوا امنیتي ځواکونو سیمه کې دترهګرو په ضد عملیات پیل کړي دي.

درقبې اؤ پسماندګۍ په لحاظ دپاکستان تر ټولو لویه صوبه بلوچستان د تیرو څو کلونو راهسې دناقرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته یو شمیر بیلتون خوښو یاغي تحریکونو سر راپورته کړی دی.

دغه بلوڅ یاغي ملت پاله مشران تور لګوي چې دهیواد حکومت اؤ پوځ ددوئ صوبه دخپلو ټولو حقونو نه محروم ساتلې اؤ چې څوک پکې دخپل حق دپاره غږ پورته کوي نو استخباراتي ادارې یې پورته کوي اؤ بیا یې په ګولیو سوري مړي موندل کیږي.

خو پوځ اؤ استخباراتي ادارې ددې تورونو منلو نه انکار کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG