لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا اؤ چین د ۲۵۰ ارب ډالرو سوداګریز تړونونه کړي


ټرمپ
ټرمپ

امریکې اؤ چین د۲۵۰ اربو ډالرو سوداګزیز تړونونه کړي اؤ امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ ویلي چې امریکایي کمپنیانو ته باید د چین منډهیانو پورې د رسد زیاتې موقعې ورکړل شي.

د زیارت په ورځ د امریکا اؤ چین ترمینځ په ترسره شوؤ دغو تړونونو دلاسلیکونو په مهال د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ اؤ دچیني سیال ژي جن پنګ هم موجود وؤ.

په دغه مهال خپله وینا کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د خپل چیني سیال ددې ژمنې ستائینه وکړه چې چین به غیرملکي کمپنیانو ته خپلو منډهیانو ته د رسد زیاتې موقعې ورکوي.

صدر ټرمپ د چین اؤ روس څخه دشمالي کوریا په معامله دهمکارۍ غوښتنه وکړه اؤ وئ ویل چې چین د پیانګ یانګ ستونزه په ډیره ښه اؤ چټک توګه هوارولی شي.

هغه دچین څخه شمالي کوریا سره د خپلو معاشي اړیکو د قطع کولو غوښتنه هم وکړو اؤ‌ وئ ویل چې دپیانګ یانګ اټومي وسلو نه په ډاډه ساتلو کې به چین ته خپل نور کردار هم ترسره کول وي.

دخپلې وینا په مهال دچین صدر ژي جن پنګ وویل دامریکایي اؤ نورو غیرملکي کمپنیو ګډون دپاره به دچین معیشت نور هم روڼ انده اؤ‌ پراخولی شي.

هغه وویل خوښ به شي چې دامریکا کمپنۍ هم د هغوئ د یوې سیمې یوې لار پروژو کې کار کولو ته راوړاندې شي.

دچین صدر وویل چې هیواد یې دشمالي کوریا دشخړې دخبرو دلارې هواری غواړي.

صدر ټرمپ د بيجنګ تګ نه وړاندې په سېؤل کې هم د شمالي کوريا په سر خبرې کړې وې.

نوموړي د جنوبي کوريا پارلمان ته په وېنا کې شمالي کوريا ته سخت پېغام ورکړی او په کم جونګ ان يې ټينګار کړی، د ښه والي په لار تلو دپاره به وړومبی ګام دا وي چې خپل جوهري پروګرام د مينځه لرې کړې.

هغه شمالي کوريا ته ګواښ کړی چې، زمونږ (امريکا) په اړوند غلط اټکل مه کوه، مونږ مه ازمايه، مونږ د خپل ګډ امنيت، ګډې خوشحالۍ او مقدسې ازادۍ ساتنه کوو.

امريکايي صدر شمالي کوريا په بشپړ ډول ناکامه ګرځولې، او ويلي دي د ګډوډۍ ښکار حکومت د يو غلط سوچ لرونکي تن په لاس کې دی او هغه خپل اولس غلام جوړ کړی دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG