په سعودي عرب کې تېره اوونۍ د غبن په تور نيول شوي شهزادګان، وزيران او لوړ پوړو چارواکي په روايتي یا عام زندان کې نه دي بند شوي بلکې د شاهي محل په رنګ د ټولو اسانتياؤ نه ډک "فايو سټار" هوټل کې ساتل کيږي.
د سعودي عرب شهزادګان او لوړ پوړي چارواکي باچا سلمان نيازبين زوي ولي عهد محمد بن سلمان په حکم نيول شوي دي.
نيول شوي تنان چې د غبن پلټنې به ترې کيږي د پايه تحت رياض په رټز کارلټن هوټل کې بند کړی شوي دي.
رټز کارلټن هوټل کې خوراکونه او نور؟
رټز کارلټن هوټل په ۲۰۱۱ کې جوړ شوی او دلته د ژوند نه د مزې اخستو ټولو اسانتياوې موجودې دي.
په دې هوټل کې ۴۹۳ کمرې دي چې پکې ۴۹ د دوه کسانو د پاتې کېدو او ۵۰ د اعلٰی معیار ځانګړې کمرې جوړې دي.
په هوټل کې هر ډول اټالين او چينايي خوراکونه تياريږي.
د رټزکارلټن په وېب پاڼه د هوټل، کمرو، د لمبېدودپاره جوړو ډنډونو (سويمنګ پولز) او نورو اسانتياؤ عکسونه او تفصيل موجود دی.
رټزکارلټن هوټل په عامو ورځو کې
د دې هوټل يوه ياده خبره دا ده چې دوه اوونۍ وړاندې دلته د سعودي عرب په تاريخ کې د پانګونو تر ټولو مهمه غونډه شوې او څو پروژې پکې اعلان شوې وې.
ويل کيږي په دې هوټل کې ډېر شتمن خلک پاتې کېدی شي خرڅ يې ډېر زيات دی د عام سړي د وس نه ډېر بهر دی.
خو د څلورم نومبر په شپه په هوټل کې موجود و مېلمنو ته وويل شو چې خپل سامانونه راټول کړي او د دلته نه ووځي.
شهزادګان په هوټل کې ولې؟
د برتانیې ګارډين ورځپاڼې د خبر ترمخه دغه هوټل چې هر ډول اسانتياوې پکې موجودې دي، دلته نيول شوي شهزادګان او لوړ پوړي چارواکي ځکه ساتل شوي چې د سعودي عرب چارواکي د شهزادګانو زندان ته لېږل د هغو سپکاوی دی.
د غبن په تور کې نيول شوؤ د نړۍ په شتمنو کې شمار شهزاده الوليد بن طلال هم شامل دي.
د شاهي کورنۍ نه بهر خلکو څه حال دی؟
راپورونه وايي د شاهي کورنۍ يا شهزادګانو نه علاوه نور نيول شوي کسان په يوه کمره کې بند کړی شوي او هغه په زمکه اوده کيږي.
او د شهزادګانو کره ځای هم نه دی مالوم چې هغه چرته ساتل شوي دي.
څيړونکي وايي محمدبن سلمان په حکومت د خپل قوت سېوا کولو دپاره شهزادګان، وزيران او لوړ پوړي چارواکي ګېر کړي دي.