لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سفير عمرزاخېلوال د مولانا سميع الحق سره ليدلي


زاخېلوال د مولانا سره د ليدنې په اړوند په ټويټر د نور جزيات نه دي ويلي.
زاخېلوال د مولانا سره د ليدنې په اړوند په ټويټر د نور جزيات نه دي ويلي.

پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي د مولانا سميع الحق سره یې د اکوړي په مدرسه کې په مهمو مسلو خبرې اترې کړي دي.

زاخېلوال په ټويټر د دغه ليدنې په اړوند نور جزيات نه دي ويلي، خو د نوموړي سره په ليدنه کې د سفارت مرستيال زردشت شمس هم موجود وو.

مولانا سميع الحق په يوه خبرپاڼه کې ويلي افغان سفير ورسره افغانستان کې روانو حالاتو باندې خبرې کړي دي، مولانا ويلي افغانستان کې امن د وخت تقاضا ده او هلته امن د پاکستان دپاره هم په ګټه دی.

څيړونکی عقيل يوسفزی وايي "د هغه په خيال د زاخېلوال د سميع الحق خبرې د افغان سولې د عمل په اړوند روانو هڅو کړۍ ده".

افغان سفير د يکشنبې په ورځ په داسې حال کې د سميع الحق سره ليدلي چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د طالبانو ترهګر بريدونو زور اخستی دی.

د جمعيت علما اسلام (س) ډلې مشرمولانا سميع الحق چې د نوښار په اکوړي سيمه کې خپله ديني مدرسه لري د طالبانو ملاتړ کوونکی او روحاني پلار په نوم هم يادیږيږي.

ويل کيږي د هغه په مدرسه کې د طالبانو پخواني وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون په سلګونو افغان طالبانو سبقونه ويلي دي.

زاخېلوال له دې وړاندې هم د مولانا سميع الحق سره ليدلي او داسې ويل شوي وو چې نوموړی حق د افغانستان د سولې په لړ کې رول لوبولی شي خو د هغې په څرګنده کومې نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

عقيل يوسفزی هم وايي، " سميع الحق په افغانستان کې په طالبانو خپل اثر ښايي خو د هغه په خيال مولانا په دغه اړوندمبالغه ارايي کوي او بله خبره دا ده چې صدر اشرف غني د طالبانو په اړوند د پاکستان سره د خبرې کولو وايي او اړيکې يې پښتنو ملت پالو مشرانو سره دي بیا زاخېلوال ولې د سميع الحق سره وينې هغه په دې نه دی پوهه".

مولانا سميع الحق د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره د امريکا د پاليسۍ اعلانولو وروستو ويلي ؤ د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې په ضد کوم اقدام ونکړي.

هغه په اسلام اباد کې ويلي ؤ دوي سره تړلې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد په جګړه کې بوخت دي او په خلو کې يې د جهاد غږ کړی ؤ.

امریکا او افغانستان ادعا کوي پاکستان په خپله خاوره د افغان طالبانو حقاني شبکې ته پناه ورکړې او د دغه هېواد استخباراتي ادارې په ملاتړ افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

صدر ټرمپ د اګست په مياشت کې د افغانستان په اړوند پاليسۍ کې ويلي ؤ پاکستان کې به د ترهګرو په خوندي ځالو نور غلي پاتې نشي.

حضرت عمر زاخېلوال د اکتوبر په ۲۰ نېټه د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان دملي امنيت مشر ناصرجنجوعه سره هم ليدلي وو.

تېره اوونۍ د سه شنبې په ورځ پکتيا کې د پوليس په تربتي مرکز او دفتر باندې بريد د ۶۰ نه زيات تنه وژل شوي او ۲۵۰ ژوبل شوي وو، د پنجنشبې په ورځ کندهار کې د افغان ملي امنيتي پوځ په مرکز برید کې ۴۳ سرتيري وژل شوي وو.

د دغو دواړو بريدونو زمه واري وسله والو طالبانو منلې وه.

افغانستان کې تېره اوونۍ نور بريدونه هم شوي چې د ځينو زمه وارۍ پکې داعش قبولې کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG