لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د سوشل ميډيا زياتيدونکې څارنې باندې نيوکې زياتې شوي دي


Pakistan Social Media Crackdown
Pakistan Social Media Crackdown

د پاکستان امنيتي او استخباراتي ادارو لخوا په سوشل ميډيا باندې د وروستيو فعالينو نيولو په سر پخواني وزيراعظم نوازشريف دهغوي د زر تر زره خوشي کولو غوښتنه کړې

د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف دخپلو لادرکه شوو پلويانو په اړه د داخله وزارت نه غوښتنه کړې دغه کسان دې زر تر زره راښکاره کړي-
نوموړي پخپل ټوټر يو پېغام کې ويلي د پاکستان آيين هر چاته په يوټاکل شوي چوکاټ کې د خپل خيال د سرګندولو او د بل په فکر د نيوکو کولو حق ورکړی

رياستي ادارود مسلم ليک ن ډلې يو شمېر هغه پلويان اوچت کړي چې په سوشل ميډيا ډېر فعاله وو په دغو کسانو کې دواو په خپلو ټولنيزو وېب پاڼو د رياستي ادارو په ضد مواد خپاره کړي وو چې وروستود تحقيقاتو وفاقي اداري FIA نيولي دي

د مسلم ليګ نواز ګوند يوشمېر پلويانو په داسې حال کې په سوشل مېډيا فعاليتونه تېز کړي چې سپريم کورټ کې د لرکړل شوي وزيراعظم او دهغه دکورنۍ په ضد د غبن په مقدمه کې فرد جرم لګول شوی دی

دا لومړی ځل نه دی چې نواز شريف د خپلو پلويانو په زوره د بې درکۍ په ضد غږ اوچتوي

په پاکستان کې د ساېبر کرايم لانجه من قانون حکومتي ادارو ته بې توکه اختيار ورکوي چې د ټولنيزو وېب پاڼو څارنه اوکړي او د ځنې فعالينو په ضد پخپل سر قانوني کاروايي هم اوکړي-

دغه لانجه من قانون د پارليمان نه هغه وخت منظور شوی وو چې نواز شريف د پاکستان وزيراعظم وو-

د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې پخواني مديراو ليکوان عباس ناصر په يو ټويټ کې ليکلي دي کوم قانون چې نواز شريف جوړ کړی وو هم هغه پکې پخپله ښکېل شو

په پښتونخوا صوبه کې هم استخباراتي ادارو 2 خبريآلان نيولي وو رپوټونه وايي دغې خبريالانو په سوشل ميډيا داسې فعاليتونه کول چې د رياستي ادارو خوښ نه وو

د انټرنټ دڅار غېر دولتي ادارې وايي پاکستان په ورستيو کې ۲۰۰وېب پاڼې تړلي دي -

په پاکستان کې وخت په وخت د سوشل مېډيا فعالين او د بشري حقونو د څار تنظيمونه په ساېبر کرايم بل نيوکې کوي چې د بنيادي بشري آزادۍ په ضد قانون دی-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG