لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرمې په ‌ډرون برید کې د وژل شوؤ شمېره د ۲۰ نه سېوا شوې


سرچينې وايي د ډرون ښکار شوې قلعه د حقاني شبکې د وسله والو وه او د بريد په وخت دغلته يوه غونډه روانه وه.
سرچينې وايي د ډرون ښکار شوې قلعه د حقاني شبکې د وسله والو وه او د بريد په وخت دغلته يوه غونډه روانه وه.

د دوشنبې په ماښام د پاکستان قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ افغانستان سره په لګېدلې جوخته پرته علاقه کې شوې امريکايي بې پايلټه ډرون بريد کې د وژل شوو مشکوک وسله والو شمېره د ۲۰ نه اوړېدلې ده.

سرچينې وايي چې امريکايي ډرون بريد د حقاني شبکې د وسله والو يو مرکز باندې شپږ ميزايلې داغلې وې، او د دوه کمانډرانو ابوبکر او سنګين ولي په ګډون کې پکې د ۲۰ نه زياتو مشکوکو وسله والو د وژنې اطلاعات دي.

خو ځينې سرچينې بیا دغه شمېرې تر ۳۰ پورې ښايي خو د ازادو سرچينو د دغو ادعاؤ نه دی شوی.

د کرمې ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميه تراوسه د ډرون د بريد د ځای په اړوند پخلی نه کوي چې دا د پاکستان په خاوره شوی دی، خو تېر ماښام استخباراتي سرچينو پخلی کړی ؤ چې دغه بريد د بره کرمې د غوز ګړۍ نري کنډاؤ په علاقه کې شوی دی.

سرچينې وايي د ډرون ښکار شوې قلعه د حقاني شبکې د وسله والو وه او د بريد په وخت دغلته يوه غونډه روانه وه.

سرچينې دا هم وايي چې بريد په هغه ځای شوی د کوم ځای نه چې پاکستاني پوځ د کېنېډايي امريکايي ښځې خاوند او بچو راخوشي کولو ويلي وو.

راپورونه وايي وسله والو د بريد ځای په خپله ولقه کې اخستی او مړي يې سمبال کړي دي، د حقاني شبکې سرچينې وايي د وژل شوو کسانو تعلق د افغانستان هلمند صوبې سره دی.

د پېښې په اړوند د ازادو سرچينو څخه پخلی نه دی شوی ځکه چې علاقې ته د ميډيا رسايي نشته.

د دغه ځای سره نزدې دوره ورځې وړاندې په امنيتي ځواکونو ماين چاؤدنو کې د يو پوځي افسر په ګډون څلور سرتيري هم وژل شوي وو، او دپاکستاني طالبانو تحريک د چاؤدنو زمه واري قبوله کړې وه.

پاکستان چې تل په خپله خاوره امريکايي ډرون د خپلواکۍ په ضد ګڼي د تازه بريد په اړوند کوم رسمي بيان مخې ته نه دی راغلی خو د بهرنو چارو وزير خواجه اصف ويلي په موجوده وخت کې امريکې له دغسې بريدونه نه دي کول پکار.

خواجه اصف يو شخصي ټي چېنل (جيو) سره په خبرو کې ويلي په عېن حال کې چې د افغان سولې په اړوند خبرې روانې دي امريکا دې په پاکستان او افغانتسان کې د دغه ډول بريدونو نه ډډه وکړي.

د افغانستان د سولې او وسله والو طالبانو د افغان حکومت سره د خبرو په اړوند د دوشنبې په ورځ د عمان پايه تخت مسقط کې څلور هېواديزه غونډه شوې ده.

د افغانستان، پاکستان، امريکې او چين ترمنځ ترسره شوې ليدنې په اړوند کوم رسمي بیان مخې ته نه دی راغلی.

خواجه اصف ويلي چې د امريکايي ډرون بریدونو په اړوند يې د ملک دريځ واضحه دی او دغه مسله به دامريکې په وړاندې راپورته کوي.

له دې وړاندې د کرمې په علاقه کې تېره مياشت هم يو ډرون برید شوی او د حقاني شبکې درې وسله وال پکې وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG