لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان په وړومبي ځل ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو غړی شو


د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠٠٦ کال کې د بشري حقونو د شورا اساس کیښود، چې ۴٧ غړي لري.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠٠٦ کال کې د بشري حقونو د شورا اساس کیښود، چې ۴٧ غړي لري.

افغانستان په وړومبي ځل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو غړيتوب ترلاسه کړو، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د غړيتوب ګټلو دپاره افغانستان سخته مقابله کړې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مستقل استازي په غړيتوب ګټلو د افغانستان اولس او خلکو ته اومبارکي ويلې ده چې په تاريخ کې په وړومبي ځل د بشري حقونو غړی شو.

دغه غړيتوب د درېو کالو پورې وي .

د افغانستان نه علاوه نورو ١٥ ملکونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب تر لاسه کړو.

په نوو منتخب شوو ملکونو کې انګولا، اسټریلیا، چلي، کانګو، میکسیکو، نائجیریا، پاکستان، پیرو، قطر، سینیګال، سلواکیه، هسپانیه او یوکرین شامل دي.

نوي انتخاب شوي ملکونه به د ٢٠١٨ کال د لومړۍ نیټې نه خپله دوره شروع کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ٢٠٠٦ کال کې د بشري حقونو د شورا اساس کیښود، چې ۴٧ غړي لري.

د بشري حقونو د شورا په زمه وارو کې په نړۍ کې د بشري حقونو خوندیتوب او د بشري حقونو د وضعې د ښه کولو لپاره اقدامات شامل دي.

له دې نه علاوه دا شورا د نړۍ په مختلفو ملکونو کې د بشري حقونو نه د سرغړونو په وخت کې مشورې هم ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG