د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ ويلي د پاکستان او د دغه ملک د مشرانو سره نورې ښې اړيکې پېلوؤ.
د شنبې په ورځ ټويټر باندې خپل پېغام کې امريکايي صدر ویلي، په څو ډګرونو د پاکستان د مرستې مننه کوي.
صدر ټرمپ دغه پېغام وروستو له هغې ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پوځ ويلي د امريکايي استخباراتو په اساس يې کرمه ايجنسۍ کې په ترسره کړو عملياتو کې يې د ترهګرو نه امريکايي او کېنېډايي ښځه خاوند او د هغو درې بچي په حفاظت سره راخوشي کړي دي.
دغه دواړه ښځه او خاوند په کال ۲۰۱۲م کې طالبانو په افغانستان کې تښتولي وو او درې بچي يې بيا د طالبانو په ولقه کې پېدا شوي دي.
ازادې سرچینې دعوې کوي چې دغه دواړه ښځه او خاوند د حقاني ډلې د طالبانو ولقه کې وو خو د پاکستان پوځ دا نه وايي چې دا کورنۍ د حقاني ډلې لخوا برمته شوې وه.
په خپل رسمي بیان کې پاکستان ویلي بهرنۍ کورنۍ يې د ترهګرو له منګلو خوشې کړې ده.
د بهرنۍ کورنۍ د راخوشي کېدو وروستو صدر ټرمپ ويلي ؤ د پاکستان دغه مرسته دې پله اشاره ده چې هغه د امريکا د خواهشات پوره کوي او په سیمه کې د امنيت دپاره نور کار کولو ته اماده دی او نوموړي د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د دواړو ملکونو د نورې مرستې هيله هم څرګنده کړې وه.
د پاکستان د پوځ ویاند مېجرجنرال اصف غفور د شنبې په ورځ ویلي د بهرنۍ جوړې راخوشي کولو د عملياتو نه دا خبره په ډاګه شوه چې د دوي (پاکستاني پوځ) سره دې مرسته وشي او باور دې پرې وشي نو پاکستان به هر هغه کار کوي چې په ګټه يې وي د سيمې په ګټه وي او ترهګرۍ ضد هڅو په ګټه وي.
هغه ويلي په خپل ملک کې يې ډېر کار کړی نور به هم وکړي خو نور د ډو مور ګنجايش نشته.
پاکستاني پوځ کېنېډايي او امريکايي ښځه خاوند او بچي يې په داسې حال کې راخوشي کړي چې د اګست په مياشت کې صدر ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند خپله اعلان کړې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.
صدر ټرمپ ويلي ؤ پاکستان په خپله خاوره ترهګرو ته پناه ورکړې او امريکا به نوره په دغسې کولو غلې پاتې نشي. خو پاکستان ويلي د ټولو ترهګروپه ضد يې بې توپيره عمليات کړي دي.
په وروستيو کې د پاکستان او امريکا لوړ پوړو چارواکو د دواړو ملکونو سفرونه هم کړي دي. ويل کيږي د امريکې د دفاع او باندنيو چارو وزيران د پاکستان سفر وکړي خو ټاکلې نېټه یې نه ده مالومه.