د سعودي عرب په جده ښار کې موقعيت لرونکي السلام شاهي محل باندې د بريد وروستو امريکايي سفارتخانې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې په ګرځېدو کې احتياط وکړي.
د سعودي د کورنو چارو وزارت ويلي د شنبې په ورځ يو مشکوک تن د محل په لويديځه دروازه راغلی ګاډی یې راوستی او ډزې يې کړي دي.
د وزارت ترمخه په ډزو کې دوه ساتونکي وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
يو وياند ويلي دي چې د شاهي محل يو ساتونکي بريد کوونکي باندې ډزې کړي او وژلی یې دی.
د سعودي عرب دولتي خبري ادارې د يو وياند د قوله ويلي دي دغه پېښه د شنبې په ورځ د ماسپخين نه وروستو رامنځته شوې ده او د پېښې پلټنې روانې دي.
وياند ويلي دي چې بريد کوونکی ۲۸ کلن د سعودي وګړی ؤ او پېژندګلو يې د منصور العمري په نوم شوې ده.