لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

درې ترهګر تېزندي کړل شوي دي، ايي اېس پي ار


د پوځ ترمخه د تېزندي کړی شوؤ ترهګرو تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره وو
د پوځ ترمخه د تېزندي کړی شوؤ ترهګرو تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره وو

پاکستان کې د پوځي عدالتونو نه سزاوار شوي درې ترهګر نن د چهارشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په زندان کې تېزندي کړی شوي دي.

د پوځ مطبوعاتې څانګې ايي اېس پي ار ويلي، سزاوار تېزندي کړی شوي ترهګر پېښور کې د پي ايي ای په الوتکه ډزو، د عامو خلکو وژنو په پوځ او امنيتي ادارو باندې بريدونو کې ککړ وو.

د پوځ ترمخه د تېزندي کړی شوؤ ترهګرو تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې سره دی خو د ډلې يا تنظيم نوم نه دی ويل شوی، او زیاته کړی شوې ده دوي د عدالت په وړاندې خپل جرمونه منلي دي.

پوځ ويلي، په تېزندي کړی شوو کې ساجد د ابراهيم خان زوی، پېښور کې د پي ايي ای په الوتکه ډزو، عامو خلکو او قانون نافذؤنکو ادارو باندې بريدونو کې ککړ ؤ.

په کال ۲۰۱۴م کې د جون په مياشت کې د سعودي عرب رياض نه باچاخان هوايي ډګر ته راتلونکې د پي ايي ای په الوتکه ډزو کې يوه ښځه مړه او دوه تنه ژوبل شوي وو. په دغه الوتکه کې ۱۹۶ تنه سواره وو، الوتکه نوره روغه پاتې شوې وه.

دوېم سزاوار تېزندي شوی تن بهرام شېر د خېران زوی د سکول په تباه کولو او پوځ باندې برید کې ککړ ؤ.

درېم فضلي غفار د شهزاده زوی د څلورو پوځيانو په وژنه کې ککړ ؤ.

پاکستان کې روان کال د مارچ په میاشت کې پوځي عدالتونو ته په دوېم ځل د دوه کالو نوره موده غځول شوې ده.

د بشري حقونو ډلې د پوځي عدالتونو په جوړېدو نيوکې کوي چې پوځي عدالتونو کې د اورېدنو په وخت ملزم ته د خپلې دفاع موقع نه ورکړی کيږي.

خو د پاکستان حکومت وايي پوځي عدالتونه يې د ترهګرۍ د مخې نيولو او حالاتو ته په کتو جوړ کړي او په دغو عدالتونو کې ملزمانو ته وکيل هم ورکړی کيږي.

د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم ایمنسټي وایي پاکستان د نړۍ په هاغو لمړیو پینځوؤ هېوادونو کې شامل دی چې پکې زیاتې د مرګ سزاګانې ورکړل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG