لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار:ځانمرګي برید کې ۱۲ پولیس وژل شوي


دغه برید دمعروف اولسوالۍ دپولیسو ترڅنګ شوی
دغه برید دمعروف اولسوالۍ دپولیسو ترڅنګ شوی

چارواکي وایي دافغانستان په قندهار ولایت کې د پولیسو دمرکز ترڅنګ په یو ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۱۲پولیس عسکر وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل دي.

دپاکستان داستخباراتي شبکې په ملاتړ تورن دافغان طالبانو تحریک ددغه ځان وژونکي برید پړه په غاړه اخستې اؤ میډیا ته لیږلي بیان کې یې ویلي چې په راتلونکي کې به هم په امنیتي‌ځواکونو خپلو دغسې بریدونو ته دوام ورکړي

دقندهار دپولیسو ویاند ضیاء دراني میډیا ته ویلي دغه چاودنه دزیارت په ورځ به معروف اولسوالۍ کې دپولیسو دمرکز ترڅنګ شوې ده .

خبریالانو ته دپولیسو ویاند ویلي چې یو ځان وژونکي خپل دبارودو نه ډک موټر دپولیسو د مرکز ترڅنګ الوځولی چې په لویه پیمانه یې تباهي خوره کړې ده.

ویاند منلې چې په دغه چاودنه کې ۱۲ پولیس وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې چې دافغانستان ددفاع وزیر ښاغلی جمیز میټس دکابل په سفر ؤ هم دکابل په هوایي ډګر وسله والو دمیزائیلو برید کړی ؤ.

په نزدې ورځو کې په افغانستان کې په امنیتي ځواکونو اؤ دولتي ودانیو د وسله والو بریدونو کې چټکتیا راغلې ده.

افغان حکومت کابل کې د ورانکارۍ ددغو پیښو تر شا دپاکستان لاس ګڼي اؤ تور لګوي چې دپاکستان استخباراتي شبکه طالبان اؤ دحقاني ډلې جنګیالي کابل کې بریدونو ته لمسوي.

خو پاکستان دافغانستان دغه تورونه ردوي.

امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان دپاره دخپلې تګلارې اعلانولو په مهال ویلي وؤ چې نور به پاکستان کې دترهګرو په پټو ځالو غلی پاتې نه شي.

خو دصدر ټرمپ ددغه ګواښ نه وروستو د طالبانو یو بیان دیو تندروه پاکستاني مذهبي مشر مولانا سیمع الحق چې ځانته دطالبانو روحاني پلار وايي له لوري مخې ته راغلی چې که امریکا یا هند په پاکستان تیری وکړو نو طالبان به دپاکستان دپوځ سره اوږه په اوږه ولاړ وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG