د افغان چارواکو په وېنا نن د يکشنبې په ورځ پلازمينه کابل کې د بهرنو ځواکونو په يو کاروان د موټر د لارې ځانمرګی بريد شوی دی.
افغانستان کې موجود د بهرنو ځواکونو قاطع ملاتړ په يو بيان کې ویلي، نن سهار په کابل کې په يوه زوروره چاؤدنه کې د نېټو کاروان په هدف شوی خو په چاؤدنه کې بهرنو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوختې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ويلي برید کوونکي له چاودېدونکو بارودي موادو ډک یو کرولا موټر کې ناست اود کابل ښار د سلیو افشار په سیمه کې یې د بهرنیو ځواکونو کاروان ته نزدې ځانمرګی بريد کړی دی.
دکورنو چارو د وزارت وياندنجيب دانش وايس اف امريکا ته ويلي په بريد کې ۵ کسان ټپي شوي دي. او بهرنو ځواکونو ته د اوختي زيان په اړه يې څه نه دي ویلي.
د برېد ځای ته نزدې د پوليس اکېډمي، د ملي امنيت يو روزنیز مرکز او د پوليسو روغتون هم دی.
د دې برید زمه واري وسله والو طالبانو منلې ده، او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې ۱۶ بهرنیو پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
افغان چارواکو د دغه ادعا په اړه څه نه دي ويلي.