لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ازاد بلوچستان"دپاکستان دسینیټ قار راپارولی


سیینټ دسوئټزر لیند دپارلیمان سره مرستې ورکوونکې ډلې سره خپلې اړیکې ځنډولي دي
سیینټ دسوئټزر لیند دپارلیمان سره مرستې ورکوونکې ډلې سره خپلې اړیکې ځنډولي دي

په سوئټزر لینډ کې دبلوچستان دیوې بیلتون خوښې ډلې لخوا دازاد بلوچستان په اړه فعالیتونو دپاکستان د سینیټ قار راپارولی اؤ دپاکستان سینیټ نامعلومې مودې پورې دسوئټرز لینډ دملګرتیا پاللو ډلې سره خپلې اړیکې ځنډولې دي.

په دې وروستیو کې سوئټرزلينډ کې دپاکستان دحکومت لخوا ديوې ناچله ګرځول شوې بلوڅ بيلتون خوښې ډلې( بي ايل اى) لخوا دازاد بلوچستان په حق کې بينرې لګولى شوې وې او دپاکستان خلاف مهم چلول شوى ؤ.

دازاد بلوچستان په حق کې ددغو فعالیتونو داطلاعاتو مخې ته د راتلو نه وروستو تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر اسلام اباد کې دسوئټزر لینډ سفیر رابللی ؤ اؤ دپاکستان په ضد د سوئټزر لینډ دخاورې په کارول کیدو یې ورته سخت احتحاج کړی ؤ.

خو دپاکستان دسینیټ چیرمین ښاغلي رضا رباني دسینیټ غونډې ته ویلي چې دسوئټزر لینډ سفیر نه خو څه دقناعت وړ جواب ورکړی اؤ نه هم دهغه د رابلل کیدو وروستو د سوئټزر لینډ په خاوره د پاکستان ضد فعالیتونو مخه نیول شوې ده.

هغه وویل چې اوس اوس د بلوڅ بیلتون خوښې ډلې بی ایل ای لخوا سوئټزر لینډ کې دازاد بلوچستان په حق کې نوې پوسټرې هم مخې ته راغلي دي چې دا داندیښنې وړ خبره ده.

ښاغلي رباني دپاکستان څخه د سوئټزرلینډ د سفیر د شړلو غوښتنه کړې ده

دپاکستان مسلم ليګ(ق) سناتور مشاهد حسين سيد هم ويلي دي په سوئټرزلينډ کې دپاکستان سفير بيرته راغوښتل پکار دي او زياته کړې يې ده چې ديو تش په نوم مهذبه هيواد دغه رقم رويه هغوي ته دمنلو جوګه نۀ ده.

همدغه راز دتحريک انصاف سناتور نعمان وزير په ډاګه کړې چې دسويس چارواکو ګامونه دانديښنې وړ معامله ده.

دجماعت اسلامي مشر سناتور سراج الحق ويلي سويس خاوره په باقاعدګۍ سره دپاکستان په ضد پروپيګنډې لپاره کارولى شي،

دهغه وينا وه چې دا دهيواد دخپلواکۍ په ضد ګام دى او په دې خبره يې افسوس څرګند کړى چې دپاکستان حکومت دې لړ کې خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي.

بلوچستان دپاکستان د رقبې اؤ پسماندګۍ له رویه تر ټولو لویه صوبه ده چې د تیرې څه مودې راهسې پکې دبلوڅ ملت پالو ډلې د پوځ خلاف وسله وال مقاومت ته راپورته شوي دي.

دغه بلوڅ ملت پالان تور لګوي چې دپاکستان پوځ اؤ حکومت ورسره د میرې مور سلوک کوي.

هغوي وایي څوک چې دبلوچستان دحقونو دپاره غږ پورته کوي پوځ یې یا خو پورته اؤ یا یې وژني .

خو دپاکستان پوځ بیا دریځ لري چې په بلوچستان کې ورته حالات ځینو غلیمو هیوادونو خراب کړي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG