لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ۶۵ وسله والې ډلې ناقانونه ګرځولي


د ناقانونه ګرځولو وروستو د يادې ډلې لپاره پاکستان کې فعاليت کول غيرقانوني وي.
د ناقانونه ګرځولو وروستو د يادې ډلې لپاره پاکستان کې فعاليت کول غيرقانوني وي.

پاکستان کې د ترهګرۍ دمخنيوي د ملي ادارې ( نيکټا) د وېب پاڼې ترمخه په ملک کې ۶۵ وسله والې ډلې د ترهګرۍ د مخنيوي د قانون مجريه ۱۹۹۷ لاندې ناقانونه ګرځول شوي دي.

نيکټا ۶۵ ډلې په شيډول اول کې اچولي، څلور ډلې يې په شيډول دوېم کې د څار لاندې راوستي او دوه ډلې د ملګرو ملتونو د امنيتي کونسل د قراداد ترمخه په فهرست کې شامل کړی شوي دي.

نيکټا په هيواد کې د ترهګرو ډلو څارنه کوي، او د ناقانونه ګرځولو وروستو د يادې ډلې لپاره پاکستان کې فعاليت کول غيرقانوني وي.

نېکټا په کال ۲۰۰۱ کې لشکرجهنګوي او سپاه محمدناقانونه ګرځولي، په کال ۲۰۰۲ کې جېش محمد، لشکرطيبه،سپاه صحابه پاکستان، تحريک جعفريه پاکستان، تحريک نفاذ شريعت محمدي او تحريک اسلام په دغه نوملړ کې اچولي دي.

په کال ۲۰۰۳م کې القاعده، ملت اسلاميه پاکستان (پخوانۍ سپاه صحابه) خدام الاسلام (پخوانۍ جېش محمد)، اسلامي تحریک پاکستان (پخوانۍ تحريک جعفريه پاکستان)، جمعيت الانصار، جماعت الفرقان او حزب التحرير ناقانونه ګرځول شوي دي.

په کال ۲۰۰۴م کې خېرالناس ټرسټ ( د جماعت الدعوه نه جدا شوې ډله) په کال ۲۰۰۶م کې بلوچستان لبرېشن ارمي، اسلاميه اسټوډنټس مومنټ اف پاکستان، او په کال ۲۰۰۸م کې لشکراسلام، انصارالاسلام، حاجي نامدارګروپ، او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ناقانونه ترهګرو ډلو کې شامل کړی شوي دي.

په ۲۰۱۰م کال کې بلوچستان ريپبلکن ارمي، بلوچستان لبرېشن فرنټ، لشکربلوچستان، بلوچستان لبرېشن يونائټډفرنټ او بلوچستان مسلح دفاع تنظیم ناقانونه کړی شوي دي.

په ۲۰۱۱م کې شيعه طلبه اېکشن کميټي ګلګت، مرکزسبيل ارګنائزېشن ګلګت، تنظیم نوجوانان اهل سنت او پيپلزامن کميټي لياري (کراچۍ) ناقانونه شوي دی.

په ۲۰۱۲م کې اهل سنت والجماعت (پخوانی سپاه صحابه پاکستان)، اهل حرمېن فاؤنډېشن، رابطه ټرسټ، انجمن اماميه ګلګت بلتستان، مسلم اسټوډنټ ارګنائزېشن ګلګت، تنظيم اهل سنت والجماعت ګلګت، بلوچستان بنیاد پرست ارمي، تحریک نفاذ امن، تحفظ حدودالله، بلوچستان وجه لبرېشن ارمي، بلوچستان ريپبلکن ارمي پارټي ازاد، بلوچستان يونائټډ ارمي، اسلام مجاهدين، جېش اسلام او بلوچستان نيشنل لبرېشن ارمي ناقانونه ګرځول شوي دي.

نېکټا په کال ۲۰۱۳م کې خانه حکمت ګلګت بلتستان ګلګت، تحريک طالبان سوات (ټي ټي اېس)، تحريک طالبان مومند(ټي ټي اېم)، طارق ګيدړ ګروپ (ټي جي جي)، عبدالله اعظم بريګېډ، ايسټ ترکمانستان اسلامک مومنټ، اسلامک مومنټ اف ازبکستان، اسلامک جهاديونين، ۳۱۳ بريګېډ، تحريک طالبان باجوړ (ټي ټي بي)، امربالمعروف و نهې عن المنکر (حاجي نامدار ګروپ)، بلوچ سټوډنټ ارګنائزېشن ازاد، يونائټډ بلوچ ارمي او جئی سندهـ متحده محاذ ډلې ناقانونه کړي دي.

پاکستان په ۲۰۱۵م کال کې داعش/ ايي اېس ايي اېل/ ايي اېس/ ايي اېس ايي اېس ناقانونه ګرځولې.

په کال ۲۰۱۶م کې جماعت الاحرار (جی يو ای)، لشکرجهنګوي العالم، انصارالحسېن او په ۲۰۱۷م کې تحريک ازاد جمو وکشمير ناقانونه ګرځول شوي دي.

پاکستان په ۲۰۱۷م کې غلامان صحابه، معمارټرسټ، جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن د څار لاندې فهرست کې اچولي، او د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا ترمخه الاختر ټرسټ او الرشيد ټرسټ د کال ۲۰۰۵م نه په فهرست کې شامل دي.

د پاکستان په ناقانونه ګرځول شوؤ ډلو کې امریکا د وړاندې نه ځينې ډلې بهرنۍ ترهګرۍ ډلې ګرځولي دي.

د امریکې خارجه وزارت په کال ۱۹۹۹ کې القاعده، په ۲۰۰۰ کې اسلامک مومنټ اف ازبکستان، په ۲۰۰۱م کې جېش محمد او لشکر طيبه، په ۲۰۰۳ لشکرجهنګوي او په ۲۰۱۰م کې يې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) بهرنۍ ترهګره ډله ګرځولې ده.

امريکې په کال ۲۰۱۲م کې حقاني نېټ ورک هم بهرنۍ ترهګره ډله ګرځولې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG