لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ دافغانستان په هکله کمپ ډېویډ کې مهمه غونډه جوړوي


په پام کې ده چې د را روانې جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر او نور لوړ پوړي چارواکي په کمپ ډیویډ کې د افغانستان په اړه مهمه غونډه وکړي.

داسې اټکل کیږي چې په دغه غونډه کې به د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره نهايي شي.

ولسمشر ټرمپ په وار وار ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو په اړه تګلاره زر اعلان کړي.

د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې سارا سندرز وویل چې ښاغلي ټرمپ سره به د کمپ ډیویډ په غونډه کې د هغه مرستیال مایک پېنس، د دفاع وزیر جیم متیس، د ملي امنیت مشاورم ک ماستر، د بهرنیو چارو ریکس ټیلرسن او ځینې نور لوړ پوړي امریکايي چارواکي وي.

په غونډه کې به افغانستان ته د نورو امریکايي ځواکونو د استولو او نه استولو، له افغانستان څخه د ځواکونو په وېستلو، د روان جنګ چارې کوم خصوصي امنیتي شرکت ته د سپارلو او دا ډول نورو مسایلو باندې خبرې وي.

کمپ ډېوېډ واشنگټن ډي سي ښار ته نژدې سیمه ده چې د امریکا ولسمشر په کې د یو لړ حساسو او سختو بهرنیو مسایلو په اړه بحثونو او پرېکړو لپاره ورځي.

څو ورځې مخکې ولسمشر ټرمپ وویل چې د افغانستان د تګلارې اعلانول د هغه لپاره یوه لویه پرېکړه ده او دا چې د افغانستان خراب حالت ورته په میراث کې پاتې دی، خو ژمنه یې وکړه چې دا حالت به بدلوي.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تګلاره د جولاۍ په میاشت کې اعلان کړي، خو په افغانستان کې د پیچلي وضعیت له کبله یې دا پرېکړه وځنډوله.

د تګلارې د اعلان د ځنډ له کبله ځینو امریکايي سیاستوالو د ښاغلي ټرمپ پر ادارې نیوکه هم وکړه، مخکښ سناتور جان مکین وویل داسې ښکاري چې امریکا په افغانستان کې هېڅ هدف نلري.

ښاغلي مکین وویل چې باید په افغانستان کې امریکايي ځواکونه لا غښتلی شي چې د اورپکو د ځپلو تر څنګ سیاسي جوړ جاړي ته هم لاره هواره شي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن ویلي وو چې د افغانستان جنګ له بن بست سره مخامخ دی او له دې حالت څخه د وتلو لپاره نورو امریکايي ځواکونو ته اړتیا ده.

(د امریکا غږ اشنا څخه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG