د افغانستان پلازمينه کابل کې نن د دوشنبې يا ګل په سهار د موټر د لارې شوې ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.
د افغانستان داخله وزارت بريد کې د ۲۴ تنو د وژنې او ۴۰ ژوبلېدو پخلی کړی دی. دا چاؤدنه د کال په لويدیځ کې شوې ده.
د کابل د پوليسو وياند بصيرمجاهد ويلي يو ځانمرګي د چاؤدېدونکو بارودي موادو ډک موټر ته د کابل ښار درېمه امنيتي حوزه کې د الماس غرب هوټل ته چاؤدنه ورکړې ده.
د پوليسو ویاند ويلي د بریدګر هدف د افغانستان د کانونو او پيټروليم د وزارت سره تړاؤ لرونکو کسانو ګاډي (کوسټر) وو او بريد کې ټول ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د کابل په لويديځ کې د ګڼې ګونې په دې سيمه کې چې برید شوی دی، نزدې ورسره د افغانستان د اجرائيه رياست د مرستيال محمد محقق کور هم دی.
د ځايي رسنيو ترمخه د طالبانو ویاند ذبيح الله په يو بیان کې د نني بريد زمه واري منلې ده.
کابل کې د مئي په ۳۱م نېټه د بارودو ډک ټرک د لارې زوروره چاؤدنه شوې او په هغې کې د ۱۵۰ کسان وژل شوي وو.