لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې په ضد ګامونو پورته کولو کې پاتې راغلی


څیړونکي وايي د پاکستان د بقا دپاره ضروري ده چې بې د توپيره د ټولو ترهګرو او تندلارو ډلو په ضد عمليات وکړي.
څیړونکي وايي د پاکستان د بقا دپاره ضروري ده چې بې د توپيره د ټولو ترهګرو او تندلارو ډلو په ضد عمليات وکړي.

د امريکې خارجه محکمې ویلي د پاکستان حکومت په افغانستان کې د افغان حکومت او افغان طالبانو د سياسي جوړ جاړي ملاتړ کوي خو په پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې په ضد د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي، دغه ډلې چې په پاکستان کې خوندي ځالې لري او په افغانستان کې د امریکا او افغان ځواکونو دپاره ګواښ دي.

څیړونکي وايي د پاکستان د بقا دپاره ضروري ده چې بې د توپيره د ټولو ترهګرو او تندلارو ډلو په ضد عمليات وکړي.

د امريکې د خارجه محکمې رپورټ په اړوند د سويلي اسيا د ځوانانو د سازمان پخوانی مشرسرداراحمد يوسفزی وايي،

"پاکستان له د ترهګرۍ په ضد به د تور او سپين د تمیز نه بغېر کارروايي پکار ده، هوښيارو ملکونو او دهغويې پاليسي جوړؤنکو ادارو خپل ځان پاک کړی دی خو پاکستان اوس هم د دې تُندلاري سوچ او تنظيمونو سره مخ دی،د ترهګرۍ په ضد روان عمليات ردالفساد او مذهبي انتهاپسندي اوس يو ځای نشي چلېدی او د دې رپورټ نه دا څرګنديږي چې دغه انتهاپسندي اوس د پاکستان بقا ته خطره جوړيږي".

هغه زياته کړه د پاکستان د ټولو نه غټ دښمن مذهبي انتهاپسندي ده او دا سوچ اوس د پاکستان په هره اداره کې ننوتی دی، پکارده چې د پاکستان سيکيورټي ادارې د دې په ضد کارروايي وکړي، او عمليات يواځې په وزيرستان کې نا د ملک په نورو برخو او پنجاب کې هم پکار دي چرته چې د تُندلارو تنظيمونو ځالې موجودې دي.

د امريکې خارجه محکمې د کال ۲۰۱۶م د ترهګرۍ په اړوند خپل کلني رپورټ کې ويلي د پاکستان حکومت د لشکرطيبه او جېش محمد ډلو په ضد هم کوم کوټلي اقدامات نه دي کړي يواځې په مطبوعاتي ادارو يې د دغو ډلو د هلوځلو د کورېج بندېز لګولی دی.

رپورټ ليکلي لشکرطيبه او جېش محمد په پاکستان کې جلسې جلوسونه کوي، فنډونه راجمع کوي نوي کسان ګُماري او تربيه کوي يې.

د رپورټ ترمخه دغه ډلې چې په پاکستان کې شتون لري د ملک نه بهر يې بريدونه کړي دي په دغو کې افغان طالبان، حقاني شبکه، لشکر طيبه او جېش محمد شاملې دي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکريا د امریکایي رپورټ په غبرګون کې ویلي، پاکستان ژمن دی چې د ملک نه په بشپړ ډول ترهګري ختمه کړي،هغه ويلي پاکستان په ترهګرو ډلو کې توپير نه کوي او د ترهګرۍ په ضد يې کوټلي عمليات کړي کوم چې د امریکا په ګډون يو شمېر ملکونو ستايلي هم دي.

د امریکې خارجه محکمې په خپل رپورټ کې ویلي د پاکستان حکومت داعش ته د ماتې ورکولو دپاره د نړيوال اتحاد برخه نه دی جوړ شوی، که څه هم په کال ۲۰۱۵م کې يې داعش ترهګره ډله ګرځولې ده.پوليس او امنيتي ادارو یې د داعش سره اړونده د پام وړ ترهګر وژلي او نيولي دي.

رپورټ کې ویل شوي پاکستان په کال ۲۰۱۶م کې هم د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د امريکا مهم ملګر پاتې شوی دی.

تندلارو ډلو عام ملکي خلک، دولتي چارواکي او مذهبي لږکۍ په نخښه کړي دي، تحريک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او فرقه ييزه ډله لشکرجهنګوي په پاکستان کې دننه ترهګر بريدونه کړي او د داعش خراسان څانګې هم د ځايي ډلو په مرسته غټ ترهګر بريدونه کړي دي.

د رپورټ ترمخه په کال ۲۰۱۶م کې پاکستان کې د ترهګرۍ سره اړونده پېښو کې اندازا ۶۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او دا شمېره د کال ۲۰۱۲م ، ۱۳م د هغې شمېرو نه کمه ده چې ترهګرو بريدونو کې نزدې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي وو.

ترهګرو د بريدونو دپاره د بارودو ډک ګاډي، ځانمرګي او هدفي بريدونو د لارې اهداف، سکولونه، مارکيټونه، حکومتي ادارې او د عبادت ځايونه په نخښه کړي دي.

رپورټ کې ویل شوي د پاکستان حکومت د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاره باندې عمل کول دوامداره ساتلي خو د مدرسو اصلاحات، د ترهګرو پېغامونو مخنيوی،ترهګرۍ په ضد قامي ادارې پياوړې کولو، د ترهګرو مالي مرستو ختمولو او عدالتي نظام پياوړي کولو عمل په قلار يا سست پاتې شوی دی.

رپورټ ويلي د پراخه امنيتي ادارې ډهانچې باوجود ملک او په خصوصي توګه بلوچستان صوبه د ترهګرو بريدونو سره مخ پاتې شوې ده.

د دفاعي چارو کارپوهه (ر) بريګيډیئر سيدنظير وايي، "د پاکستان دننه ټولې استخباراتي ادارې اوس فعاله شوي دي په ملکي سطح د ردالفساد عمليات هم روان دي د دې نه علاوه د خېبر ون نه تر درېم پورې عملياتو په نتيجه کې د ترهګرو ځالې ختمې شوي دي او اوس پاکستاني ځواکونو د داعش خلاف د خېبر ۴ عمليات پېل کړي دي".

هغه وايي اوس د ترهګرو دومره قوت نه دی پاتې چې وړاندې به يې ځانمرګي بريدونه کول او وايي چې دا جنګ يواځې پاکستان په خپل سر نشي ګټلی او په افغانستان کې چې کوم حالات دي د هغې اثر په پاکستان پرېووځي او بل دا چې بهرني استخباراتي ادارې هم په پاکستان کې ګوتې وهي پکار ده چې پاکستان او افغانستان د يو بل سره اعتماد سازي وکړي او يو بل سره استخباراتي معلومات شريک کړي.

د امریکې د خارجه محکمې په رپورټ کې په کال ۲۰۱۶م کې پاکستان کې د ترسره شوؤ غټو ترهګرو بریدونو ذکر شوی او هغه اقدامات هم ياد کړی شوي چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ په ضد پورته کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG