لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر:تازه عملیاتو کې داتوؤ جنګیالو دوژنې دعوه


 افغان حکومت دپاکستاني پوځ په دغو عملیاتو بې باوره دی اؤ وایي چې ترهګر دپاکستان په لویو ښارونو کې میشته دي
افغان حکومت دپاکستاني پوځ په دغو عملیاتو بې باوره دی اؤ وایي چې ترهګر دپاکستان په لویو ښارونو کې میشته دي

دپاکستان امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې دخیبر۴ په نوم افغانستان سره دپولې پرتې خیبر ایجنسۍ په راجګال سیمه کې پیل کړل شوؤ پوځي عملیاتو کې یې د جنګیالو ګڼ شمیر مرکزونه په نخښه کړي چې پکې اته جنګیالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني پوځ د اتوار په ورځ اعلان کړی ؤ‌ چې خپلو قبائیلي سیمو شوال ؤ راجګال کې یې دداعش د جنګیالو په ضد دخیبر ۴ په نوم نوي عملیات پیل کړي چې مقصد یې په سیمه کې دداعش دجنګیالو پناه ځایونه له مینځه وړل اؤ د پولې پورې غاړې څخه دپاکستان په سیمو کې دداعش دفعالیتونو مخه نیول دي.

خو افغان حکومت دپاکستاني پوځ په دغو عملیاتو بې باوره دی اؤ وایي چې ترهګر دپاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله نه بلکې دپاکستان په لویو ښارونو کې میشته دي نو ځکه دې پاکستان پخپلو لویو ښارونو کې دترهګرو په ضد عملیات وکړي.

راجګال دخیبر ایجنسۍ لرې پرته غرئیزه سیمه ده اؤ شوال په شمالي وزیرستان کې دجنګیالو د اثر لاندې هاغه سخته غرئیزه سیمه ده چې څه برخه یې د جنوبي وزیرستان سره هم لګیدلی ده اؤ ددغو دواړو سیمو پولې دافغانستان سره لګیدلي دي.

پاکستان تل ویلي چې داعش په دغه هیواد کې منظمه موجودګي نه لري خو دا لمړی ځل دی چې دخپل دریځ برعکس یې پخپله خاوره کې دداعش په ضد د عملیاتو اعلان کړی دی.

د دوشنبې په ورځ دپاکستان د امنیتي ځواکونو سرچینو دعوه کړې چې امنیتي ځواکونو دخیبر ایجنسۍ په راجګال سیمه کې دداعش اؤ لشکر اسلام د جنګیالو په ځالو دجیټ الوتکو څخه بمباري کړې چې پکې ۸ جنګیالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

خو دغو سرچینو نه ده په ډاګه کړې چې وژل شوي جنګیالي په کومې تندروه ډلې پسې تړاؤ لري.

دپاکستان د پوځ ددغو دعوؤ تصدیق ازادو سرچینو تر دې دمه نه دی کړی.

په ډاګه دې وي چې دپاکستان په کومه سیمه کې پوځ عملیات کوي هلته میډیا ته د رسد اجازه نه ورکوي اؤ میډیا یوازې د پوځي دعوؤ په اساس په یو اړخیزه خبرونو خپرولو مجبوره وي.

په راجګال اؤ شوال کې دپاکستان پوځ د عملیاتو پیل کولو اعلان وروستو له هغې کړی چې تیره ورځ دامریکا کانګریس یوه قانوني مسوده کې پاکستان ته ورکړی کیدونکې مرستې دپاکستان لخوا د طالب جنګیالو په ضد د ریښتوني مبارزې سره وتړلې.

په دې ورستيو کې امریکايي چارواکو او قانون سازانو پاکستان ته ښکاره ویلي چې طالبانو ته د ماتې ورکولو دپاره د امريکا او افغان حکومت مرسته وکړي اؤ دحقاني نیټ ورک دجنګیالو په ضد دې قاطع ګامونه واخلي.

امریکایي سناتورانو خبرداری ورکړی چې که چرې پاکستان دغسې ونکړي نو په بل صورت کې امریکا د پاکستان سره خپلو اړيکو باندې غور کولی شي.

خو دخیبر ۴ په نوم دپاکستاني پوځ په نوؤ پیل کړی شوؤ عملیاتو کې دحقاني دترهګرې ډلې دجنګیالو هیڅ نوم دی اخستل شوی اؤ پاکستاني پوځ ویلي چې دغه عملیات یوازې دداعش په ضد کوي خو میډیا ته دا اجازه هم نه ده ورکړل شوې چې سیمې ته په ورتګ معلومه کړي ایا دغه عملیات څومره حقیقي بڼه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG