لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

١٥٠٠ امریکایي سرتیري د داعش جگړې لپاره افغانستان ته ځي


امریکا په داسې حال کې افغانستان ته تازه سرتیري لیږي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جون د میاشتې په لومړیو کې افغانستان ته د امریکایي سرتیرو د شمیر د ټاکلو صلاحیت د دفاع وزیر جیم متیس ته ورکړ.

د محلي رسنیو د رپوټونو له مخې دغه ١٥٠٠ سرتیري د امریکا د ٨٢ هوایي فرقې د ٣٥٠٠ سرتیرو له جملې نه دي چې افغانستان ته استول کیږي چې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جگړه کې د افغانستان د امنیتي قواو سره مرسته وکړي.

څو ورځې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د رسنیو او عامه اړیکو د څانگې رئیسې دانا وایټ، د امریکا غږ ته ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش د ډلې مشکل نه دی کم شوی او امریکا له یو ازمون سره مخامخ ده.

دانا وایټ ویلي وو چې امریکا باید داعش ته ماتې ورکړي او دغه مشکل ته پاملرنه وکړي. خو هغې ویلي چې د هغو قواو مشخص شمیر چې ټاکل شوې افغانستان واستول شي تر اوسه د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس تر غور لاندې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG