د بلوچستان صوبې سر ښار کوټه کې د پوليس مشر د دفتر سره نزدې شوې چاؤدنه کې د څلورو پوليسو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي دي.
پوليس او د روغتون چارواکو چاؤدنه کې د مرګ ژوبلو پخلی کړی دی.
پوليس افسر ډي آئي جي عبدالرزاق چيمه د چاؤدنې په اړه ويلي، پوليسو د شهداچوک سره نزدې د يو موټر ودرولو هڅه وکړه او بيا لږه شېبه کې چاؤدنه وشوه، خو نوموړی وايي په يقين سره نشي ويلی چې د چاؤدنې نوعيت څه دی.
هغه وويل د سي سي ټي وي د لارې به مالومه شي چې چاؤدنه څنګه شوې ده.
ژوبل روغتونونو ته وړل شوي او د ډاکټرانو په وېنا د درېو تنو روغتیايي حالت مرګونی دی.
د چاؤدنې عېني شاهدانو ويلي چاؤدنه په يو ګاډي کې شوې ده.
د پوليس افسر چيمه په وېنا داسې ښکاري د چاؤدنې هدف د پوليس د مشر دفتر ؤ.
د چاؤدنې له امله دوه ګاډي هم تباه شوي دي.
پوليس ويلي موقع په ګېره کې اخستې، او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.
په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده قبوله کړې.