لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د چېمپئنز ټرافۍ اتل شو


د پاکستان په لوبغاړو کې زيات فخرزمان په ۱۰۶ بالونو ۱۱۴ رنزونه جوړ کړي،
د پاکستان په لوبغاړو کې زيات فخرزمان په ۱۰۶ بالونو ۱۱۴ رنزونه جوړ کړي،

د چېمپئنز ټرافۍ فاينل کې د پاکستان لوبډلې هند ته په ۱۸۰ رنزونو ماتې ورکړه او په وړومبي ځل د چېمپئنز ټرافۍ اتل شو.

پاکستان په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې په څلورو لوبغاړو سوځېدو ۳۳۸ رنزونه جوړ کړي او د هند ټول لوبغاړي په ۳۱م اوورکې په ۱۵۸ رنزونو اؤټ شو.

د هند په لوبغاړو کې يواځې پانډيا زیات ۷۶ رنزونه جوړ کړی شو.

پاکستاني بالرانو کې حسن علي او محمدعامر درې درې، شاداب دوه او جنېدخان يو لوبغاړی اؤټ کړو.

د پاکستان په لوبغاړو کې زيات فخرزمان په ۱۰۶ بالونو ۱۱۴ رنزونه جوړ کړي، اظهرعلي ۵۹، محمدحفيظ ۵۷ او بابراعظم ۴۶ رنزونه جوړ کړي وو.

د لوبې غوره لوبغاړی فخرزمان ، د سیریز غوره لوبغاړی او غوره حسن علي، او د هند شکردهوند د سیریز سیریز غوره بېټمسېن وګرځولی شو.

د لندن په اوول لوبغالي کې روانې لوبې ټاس هند ګټلی او پاکستان يې وړومبی بيټنګ ورکړی ؤ.

د هند درې بالران په يو يو لوبغاړي اؤټ کې کامياب شوي وو.

فخرزمان يو ځل د جسپريت بهمرانی په بال د وکټو په شا کېچ شوی خو د نو بال له سببه بچ شو، وروستو يو ځل فخر زمان او بل ځل اظهرعلي د رنز اؤټ کېدو نه لږ لږ بچ شوي وو.

پاکستان په لوبډله کې د رومان رئيس په ضد تېز بالر محمدعامر شامل کړی ‌ؤ.

د پاکستان او هند په وړومبي ځل د چېمپئنزټرافۍ فاينل کې يو بل ته مخامخ شوي ‌ؤ.

هند د اعزاز دفاع کوله او پاکستان په وړومبي ځل د چېمپئنزټرافۍ فاينل ته رسېدلی ‌ؤ.

د چېمپئنزټرافۍ سيالو کې په وړومبۍ لوبه کې پاکستان د هند نه ماتې خوړلې، او بيا د جنوبي افريقې، سري لنکا او په سيمي فاینل کې انګلېنډ ته ماتې ورکړې وه.

هند په خپله ورړومبۍ سيالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړې، دوېم ترې سري لنکا ګټلی، درېم يې د جنوبي افريقې نه ګټلی او سيمي فاينل يې د بنګله دېش نه ګټلی ؤ.

پاکستان او هند تراوسه پورې په مجموعي ډول ۱۲۸ لوبو کې يو بل ته مخامخ شوي، ۷۲ پاکستان ګټلي او ۵۲ ځله هند ګټه ترلاسه کړې ده، څلور لوبې بغېر د کومې نتيجې پايې ته رسېدلي دي.

دواړه لوبډلې تراوسه پورې د يو ورځنو سيالو اته فاينل مقابلو کې يو بل ته مخامخ شوي، شپږ پاکستان او دوه هند ګټلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG