په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونو دا تایید کړه چې د داعش ډلې د رسنیو مشر جواد خان یې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د جون په دریمه نیټه وژلی دی.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن وايي چې د جواد خان له وژل کیدو سره به د داعش لخوا د نویو کسانو په جذبولو او نړیوالو عملیاتو کې کموالی راشي.
نیکولس وړاندې وویل چې په افغانستان کې د داعش لپاره خوندي ځایونه نشته او مونږ به د خپلو افغان ملګرو سره د داعش په وړاندې خپله جګړه تر هغې جاري وساتو تر څو چې داعش په بشپړه توګه مات شي.
خبر زیاتوي چې خان د داعش لخوا د خراسان لپاره د اړیکو د څانګې یو لوړ رتبه مشر وه.
د خان په له منځه تګ سره به داعش د پروپاګند خپرولو او رسنیزو کارونو په برخه کې یو وتلی باتجربه کس له لاسه ورکړ.
خبر وړاندې لیکي چې پدغه برید کې د داعش د رسنیو یو مرکز هم ویجاړ شویدی چې په ترڅ کې یې په سوریه کې د داعش له نورو وګړو سره اړیکي پرې شویدي.
د تیرو لسو میاشتو په موده کې افغان او امریکايي ځواکونو د داعش یو شمیر مهم غړي وژلي دي چې په هغو کې حافظ سعید خان او د هغه ځای ناستی عبدالحسیب هم شامل دي.
خبر زیاتوي چې ددغه برید په ترڅ کې ملکي وګړو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.