لاس رسیدونکی لینک

پاکستان به دترهګرۍ مخه په فلمونو څنګه نیسي؟


د پاکستان د۸۵۰ سینیماګانو شمیر اوس ۹۰ ته راکوز شوی دی

دپاکستان حکومت پئیلي چې دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب د ناوړه اغیزو څخه دهیواد دځوان کهول دساتنې په موخه به پاکستان کې فلمي صنعت ته وده ورکوي.

خو په پاکستان کې څیړونکي په دې حیرانتیا ښکاره کوي چې یو خوا ماشومانو اؤ ځلمو ته په تعلیمي نصاب کې جنګیالي د هیروګانو په توګه معرفي کولی شي اؤ بلخوا د فلم دلارې د ځلمو دذهنونو دتندلاریتوب د اغیزو څخه د محفوظ ساتلو دعوې کیږي.

دپاکستان وزیراعظم د زیارت په ورځ اعلان کړی ؤ چې د تندلاریتوب د اغیزو څخه د ځوان کهول دساتنې اؤ د کلتور د ودې دپاره به پاکستان کې فلمي صعنت په پښو ودرولی شي.

د وزیراعظم لخوا فلم ته د ودې ورکولو په موخه یو شمیر اعلانونه هم شوي چې د هغې په اساس به هیواد کې دفلم خپریدو ملي کمیشن اؤ دفلمي یا هنري زده کړو یوه ملي اکیدمي یا انسټیټیوټ هم جوړولی شي.

حکومت وایي دغو ذکر شوؤ ادارو ته به ټولې عصري ټکنیکي اسانۍ هم ورکوي.

همدغه شان حکومت پریکړه کړې چې فلمي صنعت اؤ فلم سره تړلو خلکو نه به هیڅ رقم ټیکسونه نه اخستل کیږي.

پاکستان کې اوس فلمي صنعت په څه حال دی؟

په پاکستان کې دا مهال فلمي صعنت دومره کمزوری شوی اؤ ځپل شوی چې د یو کال په موده کې په دغه هیواد کې عموماً د ۱۵ؤ نه زیات فلمونه نه جوړیږي چې په دغو فلمونو کې هم لویې شمیر د پښتو فلمونو وي.

خو څیړونکي ددغه فلمونو په معیار سخت ټکونه کوي اؤ وایي چې د ټوپکو، دښمنۍ، نشو ، تماشو اؤ بې حیایۍ نه سیوا پکې نوي کهول ته هیڅ نه ښودل کیږي.

په پاکستان کې دفلمونو غورځیدلی معیار اؤ فلم ته دحکومت دپام نشتوالی ددې سبب شوی چې په دغه هیواد کې سینیماګانې ډیرې په چټکتیا سره د ختمیدو په لوري روانې دي.

یو وخت چې په ټول پاکستان کې خواوشا۸۵۰ سینیماګانې ودانې وي اوس ددغو سینیماګانو شمیره یوازې ۹۰ ته راکوزه شوې ده.

۸۵۰ سینیماګانې ولې ۹۰ ته راکمې شوې؟

دپښتو فلمونو ستوری شاهدخان وایي چې که د حکومت له لوري فلمي صنعت ته پاملرنه ونه شوه نو دا پاتې سینیماګانې به هم ډیرې زر په کاروباري پلازو، د ودونو په هالونو اؤ مارکیتونو بدلې شي.

وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې هغه ویلي دا وخت دپاکستان فلمي صنعت ته اډاڼه یوازې پښتو فلمونو ورکړې ده ځکه چې په کال کې اته یا لس پښتو فلمونه جوړیږي .

شاهد خان دعوه لري چې دپښتو فلم خلک خوښوي خو دهغه ددعوې برعکس په خیبرپښتونخوا صوبه کې هم سینیماګانې دختمیدو لوري ته روانې دي.

خیبرپښتونخوا پښتو فلم ترټولو ستر مارکیټ دی اؤ ددغه صوبې یوازې په پیښور ښار کې ۱۵ سینیماګانې ابادې وې چې اوس یې شمیر اووه پاتې شوی دی.

څیړونکو دپاکستان فلمي صنعت ته د ودې ورکولو دحکومت اوسنی اعلان ستائیلی خو وایي که لکه د پخوا ددغو فلمونو موضوعات د هندوستان په دښمنۍ یا په هیواد کې دننه دمذهبي اؤ نسلي اقلیتونو په ضد په کرکه اډاڼه وي نو دا به خپل مرام اؤ مقصد ترلاسه نکړی شي.

دپاکستان فلمونو کې څه ښودل کیږي؟

پاکستان کې به په تیرو وختونو کې عموماً د هندوستان اؤ یاهم په هیواد کې دننه د هاغو مذهبي اؤ نسلي اقلیتونو په ضد فلمونه اؤ ډرامې جوړیدلې چې دهیواد په سیاست اؤ اقتصاد کې به یې خپله برخه غوښته.

خو اوس ددغو فلمونو اؤ ډرامو موضوع اؤ رجحان د ترهګرۍ لوري ته راګرځیدلی.

دپاکستان د پوځ په تابیا دې وروستیو کې ځینې داسې فلمونه هم جوړ شوي چې پکې ترهګر اؤ مذهبي تندلاري دپښتنو په جامه کې ښودل شوي چې په دغه عمل زیاتې نیوکې هم شوې وې

څیړونکي څه نظر لري؟

جمال شاه چې دپاکستاني ډرامو یو وتلی ستوری اؤ هدایتکار دی وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته یې ویلي فلم د پیغام رسولو یوه موثره ذریعه ده.

هغه وایي دفلم له لارې د یو قام پیژندګلي ، دهیواد د ودې کارونه اؤ دسولې مکالمه ډیره په جامع توګه پرمختګ کولی شي.

نوموړی وایي فلم د ساعت تیري د ذریعې ترڅنګ خلکو ته پوهاوی هم ورکوي.

خو په پاکستان کې بیا عموماً په فلمي موضوعاتو نقادان کلکې نیوکې کوي چې یا خو د زیاترو فلمونو کیسې د هندوستان او هولي ووډ د فلمونو نه راخستل شوي وي یا هم پکې یوازې د دښمنو،تربګنو،نشو اؤ د بدن ښودنې پرچار کیږي چې دا هرڅه د ځلمي کهول په ذهنونو بدې اغیزې کوي.

د پښتو وتلی شاعر اؤ صحافي روښان یوسفزی هم وایي فلم اؤ ډرامه د ذهن اؤ نظریې دبدلون دپاره یوه ګټوره لاره ده خو که دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ختمول د حکومت مقصد وي نو د فلم د احیاء سره سره به حکومت ته تعلیمي نصاب کې هم واضحه بدلونونه راوستل وي.

هغه وایي له بده مرغه پاکستان کې جوړیدونکي فلمونه نه خو پیغام لري اؤ نه کیسه.

دروښان یوسفزئ په وینا” ترڅو چې پاکستان په اندروني کچ اؤ د خپلو ګاونډیانو لکه هندوستان اؤ افغانستان دپاره کلتوري تګلارې نه وي جوړې کړي نو ترهغې زباني اعلانونه هیڅ ګټه نه شي ورکولی”

ښاغلی روښان یوسفزی وایي چې دپاکستان اصل ستونزه نه خو هندوستان سره دښمني ده اؤ نه افغانستان سره روانه تربګني.

فلم کې امن نصاب کې کرکه اؤ جنګ

هغه وویل “زمونږ تر ټولو ستره ستونزه داده چې د سکول اؤ کالج په کچه راته په تعلیمي نصاب کې جنګیالي د هیروګانو په توګه راپیژندل کیږي اؤ بیا مو په فلمونو هم ددغو جنګونو اثرات وي”

هغه وویل کومو خلکو چې په دې منطقه یا نړۍ کې دامن اؤ سولې دپاره کار کړی ، د کرکو اؤ نفرتونو په ضد یې مبارزه کړې باید په هغوئ ډرامې اؤ فلمونه جوړ شي خو له بده مرغه مونږ په مښودو اؤ تاواني موضوعاتو پسې نښتي یو.

دامهال پاکستان کې زیاتره په سینیماګانو دهندوستان فلمونه ښودل کیږي اؤ خلک یې خوښوي هم .

دپاکستان د ګاوندي هیواد هندوستان فلمونه په ټوله نړۍ کې دومره پرمخ تللي چې د راپورونو له مخې په کال ۲۰۱۶م کې د عامر خان جوړ شوي فلم “دنګل” خواوشا دوه سوه ارباه روپۍ ګټه کړې ده

دفلم لګښت اؤ ګټه څومره ده؟

د پاکستان د پښتو فلمونو فلسماز ښاغلی ارشد خان وایي چې په پاکستان کې د یو فلم په جوړیدو د ۷۰ؤ لکو نه نیولې تر دوؤ کروړو روپو پورې لګښت کیږي اؤ ګټه یې بس دومره وي چې دفلمساز لاړې پرې ایله د حلقه تیرې شي.

هغه وایي دپاکستاني فلم د بزنس نه کولو علت دادی چې فلم دپاره مارکیټ نه شته سینیماګانې ختمیږي اؤ حکومت د فلمي صنعت ودې ته هیڅ پام نه لري.

په پاکستان کې زیاتره سینیماګانې د ۸۰۰څخه نیولې تر ۱۲۰۰ فلم کتونکو دناستې ګنجائش لري اؤ د هر نوي فلم ټکټ د څلورو سوؤ څخه نیولې تر ۱۰۰۰ؤ روپو خرڅیږي.

د نوي فلم په لمړو دوؤ اوونیو کې دسینیما تقریباً ټولې کرسۍ ډکیږي اؤ اؤ بیا تر دؤؤ میاشتو د فلم کتونکو شمیره تر ۳۰ فیصده رسیږي

د یوې محتاطې اندازې له مخې دا مهال په پاکستان کې یو نوی فلم یوازې په لمړیو دوو اوونیو کې تر دوه نیم کروړو روپو پورې بزنس کوي اؤ کله دغه ګټه له دې هم زیاته شي.

دفلمي ستوري شاهدخان په وینا”که فلم خلکو کتلی نه اؤ مونږ له یې ګټه نه کوله نو بیا مونږ لیوني نه یو چې دا فلمونه به مو جوړول”

څیړونکي په دې نظر دي چې که چرې نن هم پاکستان کې د فلم کیسې، موسیقۍ، منظرونو،مکالمو اؤ په دې کې دعصري ټیکنالوجۍ استعمال ته پام وشي اؤ پاکستاني سینیماګانې هم دجدیدت چوکاټ کې واچول شي نو نه یوازې دغه صنعت نه حکومت په اربونو روپۍ ګټه ترلاسه کولی شي بلکې د لکونو خلکو روزګار هم ورسره لګیدلی اؤ کلتور ترې وده موندلی شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG