لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د شاه سلمان سره د خليجي هېوادونو د يووالي په سر خبرې کړي


صدر ټرمپ د مئي په مياشت کې د سعودي سفر کړی او هلته يې د مسلمان هېوادونو مشرانو ته وېنا کړې وه.
صدر ټرمپ د مئي په مياشت کې د سعودي سفر کړی او هلته يې د مسلمان هېوادونو مشرانو ته وېنا کړې وه.

سپينې ماڼۍ ويلي صدر ټرمپ د سعودي عرب باچا سلمان بن عبدالعزیز سره په ټيليفون خبرې کړي او دواړو مشرانو د خليجي هېوادونو د يو والي په خبره ټينګار کړی دی.

د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې د عرب هېوادونو د قطر سره د سفارتي اړيکو قطع کولو د پرېکړې وروستو شوي دي.

د سه شنبې په ورځ ناوخته د سپينې ماڼۍ څخه خپور شوي بيان کې وېل شوي دواړو مشرانو د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د مخنيوي د اهدافو ترلاسه کولو او په سيمه کې د کوم هېواد لخوا تُندروۍ ته د ودې ورکولو د مينځه لرې کولو په سر خبرې کړي دي.

له دې يوه ورځ وړاندې چې عرب هېوادونو په سيمه کې د قطر سره د ايران او اسلامي تُندلارود مرستې په سر سفارتي اړيکې قطع کړې صدر ټرمپ په هغې هم د ټويټر د لارې خپل پېغام ورکړی ؤ.

د سه شنبې په ورځ د صدر ټرمپ په ټويټر درېو پېغامونو کې داسې ښکارېده چې هغه د سعودي په مشرۍ د قطر يواځې کولو کرېډټ اخلي، چرته چې د منځني ختيځ دپاره د امریکې تر ټولو غټ پوځي مرکز شتون لري.

نوموړي تېره میاشت په ریاض کې د خپلې وېنا حواله ورکړې چې مسلمان مشرانو ته يې د سخت دريځه اسلامي ډلو په ضد د اودرېدو ويلي ؤ.

د سه شنبې په ورځ د دفاع محکمې وياند کېپټن جېف ډېويس خبريالانو ته د دغه پوښتنې چې څنګه د ټرمپ ټويټس د پېنټاګون د ملاتړ څرګندونې اتحادي قطر پخلا کولی شي هغه ويلي، "زه په دې کې ستاسو مرسته نشم کولی".

د امریکې د سمندري ځواکونو مېجر اېډرېين جی ټي وي او ای ته ويلي" مونږ منو چې په سيمه کې بېل بېل نظرونه دي او مونږ په سيمه کې خپل ټول همکاران دې ته هڅوؤ چې کړکېچ کم کړي او سيمه کې د امنيت راوستو د حل دپاره په ګډه کار وکړي".

د سپينې ماڼۍ وياند شان سپائسر ويلي په سيمه کې کړکېچ نوی نه دی، هغه ويلي امریکا غواړي چې کړکېچ کم شي او د ټولو فريقېنو سره په نزدې تماس کې ده چې کړکېچ هوار کړي کوم چې د سيمې د امنيت دپاره مهم دی.

سعودي عرب، مصر، متحده عرب اماراتو او بحرېن د قطر نه خپل سفيران بيرته بللي او پولې يې ورسره تړلي دي، دویې په دوحه د ايران سره اړيکو او د اخوان المسلمين، حماس او القاعده په رنګ ډلو د مرستو تور لګولی دی.

اردن د نهې په ورځ قطر سره د سفارتي اړيکو قطع کولو او الجزيره د خپرونو د لائسنس ختمولو ويلي کوم چې د قطر د بهرنۍ پاليسۍ ملاتړ کوي.

قطر خپله اقتصادي محاصره د خپل ملکيت سرغړونه بلي او جوړ کړکېچ ته جعلي وايي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG