د لندن پوليسو د اتوار په سهار ويلي برتانيه کې د ترهګرۍ په تازه پېښه کې اووه تنه او درې بريد کوونکي وژل شوي دي .
د خالي په ورځ ناوخته لندن برج کې مشکوک بريد کوونکي په خلکو وېن (ګاډی) خېژولی او يو شمېر کسان يې ژوبل کړي دي، وروستو د بورو مارکيټ ته رسېدلی او هلته يې په چاکو په خلکو ګوزارونه کړي دي.
پوليس ويلي په دغو پېښو کې درې بريد کوونکي شامل وو او پوليس د خبرېدو سره سم په اته منټو کې دننه دننه برید کوونکي وژلي دي.
پوليسو ويلي برید کوونکو په ځان پورې ډبې تړلې چې ځانمرګي دي خو جعلې وې.
د لندن اېمبولېنس سروس په ټويټر ویلي د لندن پينځه روغتونونو ته يې ۴۸ کسان منتقل کړي دي.
چارواکو دغه پېښه ترهګر برید ګرځولی دی، پوليسو د علاقې د لټولو عمل بشپړ کړی او په علاقه کې يې کلبونو او ريستورانو ته د احتياط کولو ويلي دي.
د لندن ميئر صادق خان د بريدونو غندنه کړې او ويلي يې دي هغه او د برتانيې وزيراعظمه تهريسامی به د (کوبراکرائسزګروپ) په بېړنې غونډه کې ګډون وکړي.
هغه ويلي د پېښې پوره تفصيلات لا نه دي معلوم شوي خو" خو دا د لندن په اوسېدونکو او سېلګرو باندې ناوړه حمله وه".
د خالي په ورځ لندن برج او بورو مارکيټ کې رامنځته شوې پېښه د مارچ په مياشت کې درېمه د ترهګرۍ پېښه ده.
له دې وړاندې په ويسټ منسټربرج کې يو بريد کوونکي په خلکو ګاډی خېژولی او د هغې وروستو په مانچسټر کې يو ځانمرګي برید شوی په درځنونو کسان يې وژلی او د ۱۰۰ نه زيات يې نور ژوبل کړي وو.
سپينې ماڼۍ د خالي په ورځ ناوخته ويلي چې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د برتانيې وزيراعظمې تهريسامی ته ټيلیفون کړی او د دغه وحشي بريد د پلټنو په لړ کې يې ورته د امریکا د پوره ملاتړ وړانديز کړی دی.
د امریکې خارجه محکمې ويلي په لندن کې د بې ګناه خلکو په نخښه کولو ناوړه عمل غندي.
د امریکې د کورني امنيت محکمې هم ويلي د برتانیې د چارواکو سره په تماس کې دي.