لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس وایي پنجاب کې یې د جماعت الاحرار ۸ ترهګر وژلي دي


د پولیسو ویاند ویلي په نارنګ سیمه کې دغه تازه عملیات د زیارت اؤ شورو په مینځ شپه  کې شوي
د پولیسو ویاند ویلي په نارنګ سیمه کې دغه تازه عملیات د زیارت اؤ شورو په مینځ شپه  کې شوي

دپاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ د مخنیوي پولیسو دعوه کړې چې د طالبانو اؤ جماعت الاحرار د جنګیالو خلاف عملیاتو کې اته ترهګر وژل شوي اؤ دوه پولیس ژوبل شوي دي.

پولیس وایي دغه عملیات یې دشیخوپوره ښار سره نزدې په نارنګ سیمه کې کړي چې پکې جنګیالو ته دمرګ ژوبلې اوختو ترڅنګ دهغوئ نه بارود اؤ وسلې هم په لاس ورغلي دي.

پنجاب دابادۍ له رویه دپاکستان ترټولو لویه صوبه ده اؤ مطبوعاتي راپورونه وایي چې ددغه صوبې په جنوبي سیمو کې تندروه طالبان خپلې خوندي ځالې اؤ تربیتي مرکزونه لري.

د پنجاب دترهګرۍ دمخنیوي د پولیسو ویاند ویلي په نارنګ سیمه کې دغه تازه عملیات د زیارت اؤ شورو په مینځ شپه کې شوي اؤ په دې کې وژل شوي ترهګر د خپلو ملګرو په ډزو لګیدلي دي.

ازادو سرچینو د پولیسو ددغې دعوې پخلی نه دی کړی خو په پاکستان کې زیاتره وخت د پولیسو په دغسې یواړخیزه دعوؤ شکونه کیږي .

په اتم اپریل هم د پنجاب دترهګرۍ دمخنیوي پولیسو دعوه کړې وه چې لاهور سره نزدې مناوا سیمه کې یې د جماعت الاحرار ۱۰ جنګیالي وژلي دي .

خو څیړونکي نیوکې کوي چې عموماً په دغسې مقابلو کې پولیس هغه نیول شوي کسان پخپله وژني چې محکمې ته یې وړاندې کول نه غواړي یاهم ورسره د هغوئ په ضد ثبوتونه نه وي.

جنوبي پنجاب کې د تندلارو شتون باندې دپنجاب صوبې په حکومت زیاتره وخت نیوکې کیږي اؤ ځینې چارواکي ددغو جنګیالو سره په پټو تماسونو هم تورنولی شي.

دپاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونه اؤ مدني فعالان وخت په وخت پنجاب کې د ترهګرو په ضد دپوځ اؤ حکومت څخه د عملیاتو غوښتنې هم کوي خو حکومت تراوسه دغسې غوښتنو ته غوږ نه دی نیولی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG