لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پارليمان کې د رسالت د سپکاوي قانون کې دبدلون غوښتنه شوې


له دې وړاندې هم دپاکستان په پارلیمان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي قانون کې د بدلون دپاره دغسې غږونه پورته شوي
له دې وړاندې هم دپاکستان په پارلیمان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي قانون کې د بدلون دپاره دغسې غږونه پورته شوي

د پاکستان قامي اسمبلۍ په مردان کې د مذهب د سپکاوي په تور د طالبعلم مشال خان د وژنې د غندنې په ګډه قرارداد منظور کړی دی. له دې وړاندې د پاکستان په سینیټ کې د رسالت د سپکاوي قانون کې د بدلون غوښتنه شوې ده.

د قامي اسمبلۍ په قرارداد کې ويل شوي چې د مذهب د سپکاوي قانون بې په غلطه طريقه کارېدو د مخې نيولو دپاره دې ګامونه پورته کړی شي.

په قرارداد کې غوښته شوې چې د مشال د وژنې په لړ کې د قانون په لاس کې اخستونکو په ضد دې کارروايي وشي.

دغه ډول د پاکستان سنیټرانو هم غوښتنه کړې کوم خلک چې په چا د مذهب د سپکاوي بې ځایه تورونه لګوي اؤ خلکو ته پخپله سزاګانې ورکوي ریاست باید د هغوئ په ضد کوټلي ګامونه واخلي.

د سه شنبې په ورځ د سینیټ غونډې ته په وینا کې دپاکستان پیپلزګوند سنییټر فرحت الله بابر ویلي دمردان عبدالولي خان پوهنتون کې د طالبعلم مشال خان ظالمانه وژنه مونږ په دې سوچ مجبوروي چې د رسالت د سپکاوي د قانون د بې ځایه استعمال مخنیوي دپاره دې کوټلي ګامونه واخستل شي.

له دې وړاندې هم دپاکستان په پارلیمان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي قانون کې د بدلون دپاره دغسې غږونه پورته شوي خو په پاکستان کې د موجودو مذهبي ګوندونو اؤ تندلارو د ممکنه سخت غبرګون له ویرې تر اوسه دغه قانون کې دبدلون دپاره عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

سنیټر بابر وویل مذهبي مشرانو تیرو وختونو کې سینیټ ته وړاندیز کړی ؤ چې که یو تن په چا د مذهب د سپکاوي بې ځایه تور ولګوي نو هغه ته به هم د رسالت دسپکاوي د قانون لاندې سزا ورکولی شي.

هغه غوښتنه وکړه چې اوس دې سینیټ ته راپور وړاندې کړی شي چې بې ځایه تورونو لګوونکو ته په سزاګانو ورکولو کې څه پرمختګ شوی.

نوموړي زیاته کړه چې د ګټورې قانون سازۍ د لارې د مذهب د سپکاوي په تور په سړکونو دخلکو د وژلو د لړۍ مخه نیول کیدی شي.

د واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) سنیټر عبدالقیوم وویل د مشال خان وژنه ترهګري نه بلکې یو ځناورتوب دی .

هغه وویل وخت راغلی چې باید د رسالت د سپکاوي قانون نه ټولې خامۍ وویستل شي.

د سینیټ دغه غونډې ته دجماعت اسلامي ګوند مشر سنیټر سراج الحق هم وویل چې دقانون واکمني دیوې مهذبې ټولې برخه وي اؤ په ټولنه کې هیڅ یو فرد یا تنظیم دا حق نه لري چې چاته پخپل سر سزاګانې ورکړي.

خو سراج الحق بیا په دغه موقعه د رسالت د سپکاوي قانون کې د بدلون په غوښتنه غلی پاتې شو اؤ یوازې همدومره یې وویل چې د مشال خان وژنه ښایي چې زمونږ ټولنه کې د زغم کمی دی.

هغه غوښتنه وکړه چې ددغه پیښې هر اړخ باید وڅیړل شي اؤ بیا دې ددغه وژنې د ټولو عواملو څخه اولس هم خبرکړل شي.

جماعت اسلامي دپاکستان یوه تندروه سیاسي ډله ګڼل کیږي .

دپاکستان په تعلیمي ادارو کې ددغه ګوند په سخت دریځه مفکوره ولاړ طالبعلمان وخت په وخت په هاغو زده کوونکو حملې کوي چې دوئ یې کړنې د خپلې مفکورې په ضد ګڼي.

د سنیټ غونډې ته پخپله وینا کې د کورنو چارو دپاره د مملکت وزیر ښاغلي بلیغ الرحمان وویل چې دمشال خان د وژنې غندنه وزیراعظم نوازشریف اؤ نورو ساسي ګوندونو کړې ده.

نوموړي وویل حکومت د تعلیمي ادارو دپاره په نوي نصاب کار روان کړی دی خو واضحه یې نکړه چې په دغه نوي نصاب کې به د تندلارتوب د مخنیوي دپاره څه رقم نوي مواد شامل وي ؟

مشال خان د چا په وینا وژل شوی ؤ :

بل لوري ته د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د رسالت د سپکاوي په تور د وژل شوي طالبعلم مشال خان د وژنې په تور نیول شوي طالبعلم وجاهت د دوشنې په ورځ محکمې ته ویلي چې هغه د پوهنتون د چارواکو په وینا په مشال د مذهب د سپکاوي تور لګولی ؤ.

ریاست ولې غلی دی :

دپاکستان وتلی مذهبي پوهان جاوید احمد غامدي وایي ریاست دمذهب د بې ځایه تورونو لګوونکو په هکله ځکه غلی دی چې د علماؤ نه ویریږي .

یو شخصي ټي وي سره خبرو کې ښاغلي غامدي ویلي د مشال خان وژنه سوچه زیاتی دی ، که چرې په هغه د مذهب د سپکاوي تور ثابت شوی هم ؤ نو بیا هم خلکو ته حق نه ؤ چې وژلی یې وی .

نوموړي وویل حکومت ځکه د بې ځایه تورونو لګوونکو په ضد ګامونه نه اخلي چې پوهیږي که داسې یې وکړل نو اقتدار ته یې خطرې راولاړیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG