د خېبرپښتونخوا صوبې اعلی وزير پروېزخټک ويلي، د پښتنو نه زيات وطن سره مينه لرونکي هيڅوک نشته، او دوي سره څه قسمه امتيازي سلوک به ونه زغمي.
هغه پوښتنه کړې چې "ولې د پنجاب وزيراعلی شهبازشريف زمونږ نه سېوا پاکستانی دی؟".
پروېزخټک خبرداری ورکړی چې "پښتانه دې د ديوال سره ونه لګول شي ګنې باغيان به شي".
د پښتون ويلفيئر ارګنائزېشن دستورې ته په وينا کې پروېزخټک ويلي چې پښتانه پاکستاني دي، او پنجابيان، سندهيان او بلوچان خپل وروڼه ګڼي.
نوموړي د پنجاب حکومت په دغه پرېکړه نيوکه کړې چې پښتانه دې د ځانونو اندراج وکړي، هغه ويلي هغه وخت به ځان رجسټرډ کوو چې کله پنجابيان، سندهيان او بلوچان خپل اندراج کوي.
وزیراعلی خټک ويلي د مسلم ليګ (ن) حکومت پښتنو له د دې سزا ورکوي چې د پاکستان تحريک انصاف ډلې غړي او پلويان دي.
هغه ويلي په خپله به د کورنو چارو وزير ته په پنجاب صوبه کې پښتنو سره د کېدونکې زور زیاتي په اړوند خط ليکي.
نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان مسلم ليګ (ن) حکومت په ملک کې د يووالي غږ پورته کوي ولې په حقيقت کې پښتانه بې د څه ګناه نه په جېلونو کې اچوي.
ښاغلي خټک ويلي ترهګرۍ تر ټولو زيات پښتانه ځپلي دي.
نوموړي ويلي چې په ملک کې کله هم ترهګري شوې د ټولو سېوا یې پښتانه دردمند کړي دي .
د خېبرپښتونخوا وزيراعلی پروېز خټک دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په ملک کې د ردالفساد نومې عملياتو پېل کولو سره سم په پنجاب صوبه کې د پوليس لخوا د پښتنو زورولو خبرونه مخې ته راغلي دي.
د فرورۍ په ۲۲م په ټول ملک کې د ردالفساد په نوم عملياتو پېل کولو وروستو د پنجاب صوبې په منډي بهاؤالدين ضلع کې پوليسو يو اعلان کړی ؤ چې که څوک د
"افغان" یا د "پټهان" په څېره کې وینئ نو پولیس ته اطلاع ورکوئ ځکه چې دوي " د خپلو ناپاک عزایمو څخه د ملک په کومه علاقه کې هم ترهګري کولی شي."
له هغې وروستو په لاهور کې سوداګرو پښتنو ته د خپل اندراج کولو ويل شوي او په لویه کچه د پښتنو د نيولو او زورولو خبرونه مخې ته راغلي وو.
پښتنو ملت پاله ګوندونو د پنجاب دغه عمل ته سخت غبرګون ويلی او د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ يې په اړوند يو قرارداد منظور کړی ؤ.
له هغې وروستو د پنجاب وزيراعلی شهباز لخوا بيان مخې ته راغلی چې پښتانه يې وروڼه دي، او هغوي سره به امتيازي سلوک نه کیږي.