لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنټاګان هغه رپورټونه رد کړل چې ګواکې پاکستان د امریکا لپاره یو ګواښ دی.


 رسنیو د جنرال ډنفورد په تړاو خبر ورکړی چې ګواکې پاکستان د پنځوؤ نورو هیوادونو ترڅنګ د امریکا د ملي ګټو لپاره شپږم خطر دی.
رسنیو د جنرال ډنفورد په تړاو خبر ورکړی چې ګواکې پاکستان د پنځوؤ نورو هیوادونو ترڅنګ د امریکا د ملي ګټو لپاره شپږم خطر دی.

دامریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت "پنټاګان" هغه رپورټونه رد کړل چې ګواکې د دغه هیواد لویي درستیز، جنرال جوزف ډنفورد دې پاکستان د "امریکا په وړاندې احتمالي ګواښ" بللی وي.

ښاغلي ډنفورد چې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ يې په واشنګټن کې د بروکینګز په انسټیټیوټ کې د پنټاګان د تګلارې په اړه په ځانګړې ټوګه د روسیې او سوريې په تړاو د خپل هیواد پالیسي بیانوله د پاکستان په تړاو هیڅ ډول څرګندونې ونه کړې.

افغانستان کې ځینو رسنیو د جنرال ډنفورد په تړاو خبر ورکړی چې ګواکې پاکستان د پنځوؤ نورو هیوادونو ترڅنګ د امریکا د ملي ګټو لپاره شپږم خطر دی.

امریکا غږ ددغه خبر د تائید لپاره د پنټاګان له چارواکو سره اړیکه ونیوله. د جنرال ډنفورد مطبوعاتي دفتر ډنفورډ ته منسوبې خبرې په کلکه رد کړې.

د امریکا د لوي درستیز د مطبوعاتو څانګې یو کارکونکي، جیمز ډابسن امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې جنرال ډنفورد بروکینکز د انسټیټیوټ د یوه غړي، مایکل اوهانلن د پوښتې په ځواب کې چې آیا پاکستان د امریکا پر وړاندې شپږم ګواښ کیدی شي؟

د امریکا د دفاع وزیر، جیم ماتیس وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه چې ویلي وو: "زموږ د هیواد اقتصادي ځواک، د پوځي وړتیاؤ بنسټ مو دی او د پوځې لګښتونو نه ورکول کیدی شي چې د امریکا لپاره شپږم ګواښ وي."

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت او ملي امنیت مشاور ویاندو په ګډون یو شمیر افغان چارواکو په دې تړاو د سیمه ایزو رسنیو خبرونه په خپلو فیسبوک پاڼو کې خپاره کړی دي.

د امریکا لوي درستیز د بروکینکز په څیړنیز مرکز کې ویلي چې هیواد یې باید د روسیې، چین، ایران، شمالي کوریا، او تندلارې افراطیت له امله د شته ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل ګډ ځواکونه پیاوړي کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG