لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې دافغان کونسلګرۍ سفارتکار وژل شوى


په پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيوال دا خبره رد کړې چې ګنې پېښه ترهه ګري وه.
په پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيوال دا خبره رد کړې چې ګنې پېښه ترهه ګري وه.

دپاکستان دسندهـ ايالت سرښار کراچۍ کې دګل په ورځ افغان کونسلګرۍ کې دګمارلي يو شخصي ساتونکي په ډزو يو لوړپوړى افغان سفارتکار وژل شوى دى.

په پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيوال دا خبره رد کړې چې ګنې پېښه ترهه ګري وه.

زاخيلوال ميډيا سره خبرو کې ويلي " دا دشخصي دښمنۍ يو مجرمانه عمل معلوميږي"

دپوليس سرچينو وينا ده چې يو شخصي ساتونکي رحمت الله ،څوک چې دودانۍ دننه ګمارل شوى و، ډزې پيل کړي چې پکې دافغان کونسلګرۍ لوړپوړى سفارتکار محمد زکي وژل شوى دى،ډزې کوونکى،چې تعلق يې افغانستان سره دى، هم نيول شوى دى.

دسرچينو وينا ده دافغان سفارتکار او ساتونکي ترمينځ لفظي شخړه شوې وه چې له دې وروستو ساتنکي په هغه ډزې وکړې او وژلو.

ميډيا سره خبرو کې کراچۍ کې ډي ايي جي ساوتهـ ازاد خان دغه پېښه دشخصي دښمنۍ پايله ګرځولې ده.

دپېښې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې دپوليس او رينجرز ځواکونه ريسدلي،سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې او پلټنې يې پيل کړي دي.

پاکستان کې دغه افغان سفارتکار په داسې حال کې وژل شوى چې دا مهال په يو بل دترهه ګرۍ دتورونو لګولو له امله دپاکستان او افغانستان اړيکې تاؤژنې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG