لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو مشکوک جنګيالي ٨ افغان پوليس عسکروژلي،راپور


 دغه پېښه تيره شپه دفارياب ولايت المار ولسوالۍ کې په يوه لرې پرته امنيتي پوسته رامينځته شوې ده.
دغه پېښه تيره شپه دفارياب ولايت المار ولسوالۍ کې په يوه لرې پرته امنيتي پوسته رامينځته شوې ده.

شمالي افغانستان کې دچارواکو وينا ده يو مشکوک طالب جنګيالي دتسليميدو او پوليس ځواک کې دشامليدو څخه څو ورځې وروستو لږ ترلږه اته پوليس عسکر وژلي دي.

دغه پېښه تيره شپه دفارياب ولايت المار ولسوالۍ کې په يوه لرې پرته امنيتي پوسته رامينځته شوې ده.

دسيمه ييزو پوليسو وياند کريم يوروش دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته دجمعې په روځ ويلي وسله وال دپوستې څخه دتيښتې څخه دمخه ټولې وسلې او ګوله بارود هم وړيدي، هغه زياته کړې دپېښې دښکار زياترو عسکرو تعلق ديوې کورنۍ سره دى.

داطلاعاتو ترمخه دطالبانو دغه جنګيالى خواوشا پينځلس ورځې دمخه سيمه ييزو پوليسو ته تسليم شوى و او دبريد ترسره کولو څخه وروستو بيرته دتندلارو په ليکو کې ورګډ شوى.

ولسوال محمد صالح صالح طلوع ټي وي ته ويلي له وژلو څخه دمخه وژونکي عسکرو ته زهر ورکړي وؤ.

يو داسې تندلارى چې دسيمه ييز قبايلي کونسل يا جرګې په وړاندې تسليم او دتشدد دپريښودو ژمنه وکړي، هغه ته په کلي کې داوسيدو يا امنيتي ځواکونو لپاره دکار کولو اجازه ده، دکابل دجوړجاړي باضابطه تګلاره هم تندلارو ته دتشدد دپريښودو او دملي سياست او ادارو دبرخې دجوړيدو لپاره ډاډګيرنه ورکوي.

طالبانو دفارياب په ګڼو ولسواليو کې فعاله دي او په اوسنو ورځو کې يې دولايتي سرښار ميمنه دقبضه کولو لپاره يو لويې بريد هم کړى، خو افغان ځواکونو دغه هڅې ته ماتې ورکړې او تندلاري خپلو نزدې ځالو ته په شاتګ مجبور کړي.

دامريکايي پوځ ترمخه تيرکال طالبانو سره په جګړه کې افغان امنيتي ځواکونو ته ريکارډ مرګ ژوبله اوښتې، هغوي خواوشا اووه زره عسکر بايللي او خواوشا يوولس زره نور ژوبل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG