لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګډاني کې د پښتنو مزدورانو مړینې ورځ تر بله سېوا کيږي


د پاکستان بلوچستان صوبې په ګډاني سیمه کې د زړو سمندري جهازونو ماتولو اډه ده، دغه اډه د سمندري جهازونو ماتولو په غټو اډو کې شمېرل کيږي.
د پاکستان بلوچستان صوبې په ګډاني سیمه کې د زړو سمندري جهازونو ماتولو اډه ده، دغه اډه د سمندري جهازونو ماتولو په غټو اډو کې شمېرل کيږي.

د خواريکښو د حقونو دپاره کارکوونکې ډلې وايي په ګډاني کې د زړو سمندري جهازونو ماتولو په اډه کې په ۷۰ ورځو کې درې وژونکې پېښې د واکمنو د بې پرواهۍ له کبله رامنځته شوي دي، په دغو پېښو کې ۳۱ خواريکښ مړه شوي چې زیاتره يې پښتانه وو.

د پاکستان بلوچستان صوبې په ګډاني سیمه کې د زړو سمندري جهازونو ماتولو اډه ده، دغه اډه د سمندري جهازونو ماتولو په غټو اډو کې شمېرل کيږي.

د سوات د کبل سیمې سره تعلق لرونکی سپين ګېری ۶۶ کلن خواريکښ دواخان یوسفزی وايي د ۵۰ کالو راهسې په ګډاني کې د زړو جهازونو ماتولو د کار سره تړلی دی، نوموړي وايي په ګډاني کې په وروستیو کې په دوه جهازونو کې اُور ځکه ولګېد چې دغه جهازونه د تېلو او نورو موادو نه پاک شوي نه وو او په کټ کولو يې لاس پورې کړی شو.

دواخان یوسفزی په ګډاني کې خواريکښ دی
دواخان یوسفزی په ګډاني کې خواريکښ دی

په کراچۍ پریس کلب کې ډيوه ریډیو سره په خبرو کې دواخان د جهازونو پخواني او اوسني حالت په اړه وویل وړاندې به دوي اول په دوه درې میاشتو جهاز پاک کړو، بیا به چارواکي راغله د کتنې وروستو به يې دپاکوالي او کټ کولو سند ورکولو خو اوس مالکان او جمعداران په لږ وخت کې د ډېرو روپو پېدا کولو دپاره جهاز نه پاکوي.

(زه د یو جمعدار سره پُرمېن وومه هغه راته ویل په دې جهاز کې راته ۲۰ لاکه روپۍ مېلاويږي او په ۲۰ ورځو کې به یې را اوباسې نو په دغه حساب زمونږ غریبوالی دی او په هغې کې ورسره مونږه کار کوو).

دغه جهازونه خواريکښ په ګېس او اور کټ کوي او د میاشتو په حساب یو جهاز کټ کيږي او په سوؤ مزدوران پکې په یو وخت کار کوي.

د تېر کال نومبر د میاشتې په وړومبۍ نېټه ګډاني کې په یو جهاز کې د اُور لګېدو او چاؤدنو له امله لږترلږه ۲۶ خواريکښ وژل شوي چې زیاتره يې پښتانه وو.

د دغه پېښې وروستو په یو بل جهاز کې هم اُور لګېدلی ولې مرګ ژوبله پکې نه وه اوختې.

دوه ورځې وړاندې په یو بل جهاز کې د اُور لګېدو له امله پینځه خواريکښ مړه شوي او د دغو ټولو تعلق د سوات کبل سیمې سره وو.

د خواريکښو د اتحاديي خبري غونډه
د خواريکښو د اتحاديي خبري غونډه

د خواريکښو د حقونو دپاره کارکوونکي تنظیم (نېشنل ټرېډیونین فېډرېشن) مرستیال سېکتر ناصر منصور وايي که د نومبر د پېښې وروستو د د بلوچستان د صوبايي حکومت لخوا د خواريکښو سره شوې ژمنې ترسره شوی وی،نو دغه ډول پېښې به نورې نه رامنځته کېدې.

د نومبر د پېښې وروستو خواريکښو ته څه ورکړی شوي دي سپين ږیری دواخان يې په اړه وايي ( مونږ له یوه ډانګري (جامې) او ټوپۍ راکړې ده چې هغه زمونږ دپاره یو عذاب دی هغه تحفظ نه دی بل مونږ د کېنټن (خوراک دپاره رستوران) غوښتنه کړې هغه نه ده پوره شوې).

شیرین محمد د ګډاني خواريکښ
شیرین محمد د ګډاني خواريکښ

شيرین محمد هم د سوات کبل سیمې سره تعلق لري او وايي په ګډاني کې د ۳۵ کالو نه خواري مزدوري کوي، نوموړی د خپل سپین ږیري ملګري سره د ګډاني نه کراچۍ ته د خواريکښو د حقونو دتنظیم لخوا راجوړې خبري غونډې ته په دې پسې له راغلی چې مړه او ژوبلو شوؤ خواريکښو ته يې معاوضه ورکړی شي.

د نوموړي په وینا دوي سره ژمنه شوې وه چې مړ خواريکښ ته به ۱۵ لاکه او ژوبل ته ۵ لاکه روپۍ ورکولی شي خو نه دي ورکړی شوي،

شيرین زیاته کړه نه خو په ګډاني کې د اوبو انتظام شته، نه د روغتون او نه د حفاظت دپاره څه خاص یا نوي ګامونه پورته کړی شوي دي.

د ناصرمنصور په وینا په ګډاني کې د ۸ نه تر ۱۲ زرو پورې خواريکښ کار کوي، د کومې بدې پېښې رامنځته کېدو وروستو د ۱۵ ورځو دپاره اډه بنده شي او دا د خواريکښو معاشي قتل عام دی.

ناصر منصور په ګډاني کې د رامنځته کېدونکو پېښو زمه واري په څو کسانو وراړوي، هغه وايي (مالکانو، ټېکدارانو، انتظاميې ، پولیس او د مزدورانو صوبايي محکمې یو اتحاد جوړ کړی او خواريکښ وژني).

هغه وویل د بلوچستان صوبايي حکومت د نومبر د پېښې پلټنیز راپور ښکاره نه کړو او هائيکورټ یواځې د معاوضې ورکولو امر وکړو، هغه زیاته کړه د معاوضې ورکولو په ځایې د انسانانو بچ کول پکار دي او زیاته یې کړه عدالتونه باید د انسانانو خونديتوب ته لمړیتوب ورکړي.

ناصر منصور په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډې ته په وینا کې دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې په ګډاني کې د جهازونو ماتولو د اډې سره څنګ نزدې حبکو پاور پلانټ دی او چینیان هلته د کوئلې انرجي پلانټ جوړوي ، نوموړي وویل هغه ګڼي چې په پټه د ګډاني د ځمکې اخستو دپاره هلته پلانونه جوړيږي او دغه حادثې پکې رامنځته شوې او څو څو ورځې ګډانی بند کړی شو.

د خواريکښو د حقونو دپاره کارکوونکي مشر وویل په ګډاني کې یواځې ۱۲ زره خواريکښ کار نه کوي بلکې په دوي پسې د لاکونو په شمېره کې د اوسپنې د صنعت سره اړونده مزدوران تړلي دي که ګډانی بنديږي په لاکونو خواريکښ به بې روزګاره شي.

خواريکښو نن په ګډاني کې د خپلو حقونو غوښتو دپاره یوه احتجاجي مظاهره هم کړې ده.

ناصر منصور وايي نه د بلوچستان صوبې او نه بل کوم چارواکی یې خبره اوري چې د خواريکښو جائز مسلې او حقونه ورکړی شي ځکه دوي مجبوره شي احتجاجي مظاهرې پېل کړي او د مطبوعاتو د لارې خپله خبره د واکمنو مخې ته کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG