لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټولټاکنو کې دروسي مداخلت ثبوت کلک دى،استخباراتي چارواکي


 دملي استخباراتي مشر جيمز کليپر دسنينيټ دارمډ سروسز کميټۍ په وړاندې ويلي " روسه ټولټاکنو کې دلاس وهنې يو اوږد تاريخ لري"
دملي استخباراتي مشر جيمز کليپر دسنينيټ دارمډ سروسز کميټۍ په وړاندې ويلي " روسه ټولټاکنو کې دلاس وهنې يو اوږد تاريخ لري"

امريکايي استخباراتي چارواکو دزيارت په ورځ ويلي په دې اړه کلک ثبوت موجود دى چې دنومبر مياشت کې امريکايي صدارتي ټولټاکنو کې روس مداخلت کړى.

دملي استخباراتي مشر جيمز کليپر دسنينيټ دارمډ سروسز کميټۍ په وړاندې ويلي " روسه ټولټاکنو کې دلاس وهنې يو اوږد تاريخ لري"

دجيمز کليپر، ملي امنيتي ادارې دمشر مايکل راجرز او دفاع او استخباراتي شبکې دمرستيال وزير مارسل لترى په وينا " زمونږ په رايې يواځې دروس لوړپوړو چارواکو به داوسنو ټولټاکنو په اړه دډيټا دغلا او انکشاف اجازه ورکړې وي" ، هغوي دروسي سايبربريدونه ملي ګټو لپاره اهم ګواښ ګرځولى.

دکليپر وينا وه راتلونکې اوونۍ کې به قانون سازانو ته بشپړ راپور وړاندې کولى شي او دراپور خلاصه به دير زر اولس ته هم وړاندې کولى شي.

سنټرل انټلي جنس ايجنسي او فيډري بيورو اف انويسټي ګيشن دواړه دې نتيجې ته رسيدلي چې د٢٠١٦م امريکايي ټولټاکنو کې شوي هيکنګ کې دروسي حکومت لاس و.

دزيارت په ورځ دسينيټ داوريدنې په پيل کې دکميټۍ مشر جان مکين وويل په روسي ګامونو به هر امريکايي ويريږي.

ولسمشر براک اوباما تيره اوونۍ دروس په ضد دځوابي ګام په توګه بنديزونه لګولي وو او پينځه ديرش روسي سفارتکارانو ته يې دهيواد دپريښودو وينا کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG