لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ کې د سرحدي پولیسو مشر وژل شوی


افغان چارواکي وايي د کرښې له پورې غاړې(پاکستان) نه وسله وال افغانستان ته په اسانۍ اوړي او هلته بریدونه کوي.
افغان چارواکي وايي د کرښې له پورې غاړې(پاکستان) نه وسله وال افغانستان ته په اسانۍ اوړي او هلته بریدونه کوي.

د افغانستان ختیځه صوبه کونړ کې یوه چاؤدنه کې د سرحدي پولیسو مشر کرنل ولي جان امرخېل د خپل ساتونکي سره وژل شوی دی.

په سیمه کې د پولیس مشر ولي خان شینواري امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، دغه چاؤدنه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوې چې کله پولیس مشر د نورو ملګرو سره د دانګام ضلعې د پولیسو یوې پوستې ته روان ؤ.

نوموړي پخلی کړی چې د لارې غاړې ته ښخ شوي بم په چاؤدنه کې د درېم کنډک (بټالین) مشر ولي جان امرخېل د خپل ساتونکي سره وژل شوی او پېښه کې یو بل سرتېري ژوبل شوی دی.

د چاؤدنې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د کونړ دانګام ضلع د ډېورنډ پولې ته جوخته پرته سیمه ده.

افغان چارواکي وايي د کرښې له پورې غاړې(پاکستان) نه وسله وال افغانستان ته په اسانۍ اوړي او هلته بریدونه کوي.

دغه رنګ چارواکي دا هم وايي چې د پاکستان له لوري په دانګام کې وخت په وخت توغندي هم داغلی شي.

پاکستان کې هم دغه ډول ادعا کوي چې پاکستان ته د افغانستان د لوري وسله وال راوړي او دلته بدامني جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG