لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کانګريس به ټولټاکنو کې دټرمپ دګټې لپاره دروسي مداخلت پلټنې کوي


امريکايي سينيټ کې دريپبلکن اکثريتي مشر مچ مکونيل او داستازو دايوان دريپبلکن سپيکر پال راين دګل په ورځ خپلو بيلا بيلو بيانونو کې اعلان کړى چې هغوي دانتخابي عمل دمشکوک هيکنګ دتورونو دپلټنو ملاتړ کوي.
امريکايي سينيټ کې دريپبلکن اکثريتي مشر مچ مکونيل او داستازو دايوان دريپبلکن سپيکر پال راين دګل په ورځ خپلو بيلا بيلو بيانونو کې اعلان کړى چې هغوي دانتخابي عمل دمشکوک هيکنګ دتورونو دپلټنو ملاتړ کوي.

دامريکايي کانګريس دواړو ايوانونو تيره مياشت ترسره شوو صدارتي ټولټاکنو کې ددې تورونو دپلټنو کولو اعلان کړى چې ګنې روس دغو ټولټاکنو کې دډونلډ ټرمپ دګټې باوري کولو لپاره مداخلت کړى دى.

امريکايي سينيټ کې دريپبلکن اکثريتي مشر مچ مکونيل او داستازو دايوان دريپبلکن سپيکر پال راين دګل په ورځ خپلو بيلا بيلو بيانونو کې اعلان کړى چې هغوي دانتخابي عمل دمشکوک هيکنګ دتورونو دپلټنو ملاتړ کوي.

ددغو دواړو مشرانو داعلان څخه وروستو امکان دى چې کانګريس کې داکثريت لرونکي ريپبلکن ګوند مشران او نوي منتخب صدر ډونلډ ټرمپ ترمينځ تاوتريخوالي کې اضافه وشي،ټرمپ صدارتي انتخاباتو کې دروس دمشکوک مداخلت تورونه او دې لړ کې دامريکايي استخباراتي ادارو انديښنې رد کړيدي.

دګل په ورځ کانګريس کې خبريالانو سره دخبرو په مهال سناتور مچ مکونيل وويل هغه ګڼي چې دامريکايي سينيټ اړونده کميټۍ ددغو تورونو پلټنو لپاره کافي دي او ددې مقصد لپاره دکومو نوو ځانګړو کميټو دجوړولو ضرورت نشته.

دامريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز ترمخه دامريکايي سينيټ او استازو دايوان استخباراتي کميټۍ به ددغو تورونو پلټنې کوي کومې چې تر څو مياشتو دوامداره پاتې کيدى شي.

دخبريالانو دبيا بيا پوښتنې باوجود سناتور مکونيل دنوي منتخب صدر ډونلډ ټرمپ لخوا په سي ايي اى دنيوکې په اړه دکوم ردعمل څخه انکار وکړو.

سي ايي اى او نورو امريکايي پلټنيزو ادارو دا انديښنه هم څرګنده کړې چې دامريکا دصدارتي ټولټاکنو نتيجو کې دهيکرانو لخوا په مشکوکه توګه مداخلت شوى چې مقصد يې دډيموکريټ کانديدې هيلري کلنټن په پرتله ډونلډ ټرمپ ته ګټه رسول وؤ.

دامريکا داستازو دايوان سپيکرې پال را ين هم دګل په ورځ يو بيان کې دايوان لخوا ددغو تورونو دپلټنو اعلان کړى دى.

بيان کې پال راين ويلي دي دامريکا انتخابي عمل کې به کوم غيرملکي مداخلت يو صورت کې هم نه شي زغملى او ددغسې تورونو پلټنې ضروري دي.

جنوبي کيرولاينا او فلوريډا رياست څخه منتخب دري پبلکن سناتورانو لنډسي ګراهم او مارکو روبيو هم په دغو تورونو دانديښنې څرګندونه کړې او دکانګريس ګڼ ډيموکريټک غړي دټولټاکنو څخه وروستو دغه تورونه تکراروي.

تيره اوونۍ دامريکا ولسمشر براک اوباما دامريکا استخباراتي ادارو ته ددغو تورونو دپلټنو کولو امر کړى و او ويلي يې وو دشلمې جنورۍ څخه دمخه دې هغه دلټنو دنتيجو څخه خبر کړى شي، په شلمه جنورۍ به ډونلډ ټرمپ دامريکا دنوي ولسمشر دچوکۍ لوړه کوي.

دډونلډ ټرمپ مشيرانو دغه تورونه رد کړي، بې اساسه يې ګرځولي او دريځ لري چې دپلټنو ددغو غوښتنو او اعلانونو مقصد ټولټاکنو کې دډونلډ ټرمپ ګټه لانجمنه جوړول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG