لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: وسله والو دپوليسو یوافسر وژلى


 په ډي ايس پي رياض الاسلام دفقيراباد تاڼې په حدودو کې وسله والو ډزې کړي دي.
په ډي ايس پي رياض الاسلام دفقيراباد تاڼې په حدودو کې وسله والو ډزې کړي دي.

دخېبرپښتونخوا پېښور په چارسدهروډ وسله والود پولیسو يو افسر( ډي اېس پي) وژلى او دهغه زوې يې ژوبل کړى دى.

دترهه ګرو دمخنيوي دادارې یا (سي ټي ډي) په دغه افسر رياض الاسلام دفقيراباد تاڼې په حدودو کې وسله والو ډزې کړي دي. ميډيا سره خبرو کېدپوليسو يو بل مشر سجاد خان پخلى کړى، دغه ترهه ګريز بريد کې رياض الاسلام وژل شوى دى.

دپېښې وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي او سيمه کېيې دلټون عمليات هم پيل کړي. ددغه بريد ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده قبوله کړې خو وړاندېد دی نه په پوليسو دشوو زياترو بريدونو ذمه واري دپاکستاني طالبانو بيلا بيلو ډلو قبوله کړې ده.

دتيرو څو مياشتو راهسې پېښور کې په امنيتي ځواکونو دوسله والو بريدونو کې اضافه راغلې ده. له دې وړاندې دنومبر په ٢٨مه نيټه په رنګ روډ وسله والو دپوليسو يو افسر( اى ايس ايي) وژلى وه، دغه پيښه کې دوه پوليس ژوبل شوي هم وؤ.

تيرېمياشتې په ٢٢مه نيټه هم دپېښور بشيراباد نومې سيمه کې دايف سي په يو ګاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه شوې وه چې پکې دايف سي درې عسکر وژل شوي او پينځه کسان ژوبل شوي وؤ.

ددغه بريد ذمه واري دتندره ډلې جماعت الاحرار وياند احسان الله احسان قبوله کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG