لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګوادر نه بهر ته تجارتي سامانونه لېږل پېل شو


د ګوادر بندر نه د چين وړومبي تجارتي سامانونه منځني ختيځ او جنوبي افریقايي هېوادونو ته لېږلی شي.
د ګوادر بندر نه د چين وړومبي تجارتي سامانونه منځني ختيځ او جنوبي افریقايي هېوادونو ته لېږلی شي.

د پاکستان بلوچستان صوبې د ساحلي ښار ګوادر د بندر نه تجارتي هلې ځلې په رسمي ډول پېل شوي دي او په دغه لړ کې د اتوار په ورځ ګوادر کې د پرانستې یوه لوړ پوړې دستوره شوې ده.

وزیراعظم نوازشریف په ګوادر کې د ځانګړې لوړ پوړې دستورې په ترڅ کې د چین نه د ګوادر بند ته د رسېدونکو تجارتي سامانونو بهر ته د لېږلو پرانسته وکړه. دغه تجارتي سامانونه منځني ختيځ او جنوبي افریقايي هېوادونو ته لېږلی شي.

دغه دستورې ته چې پکې د پاکستان د وسله والو پوځونو ترڅنګ لوړ پوړي حکومتي چارواکي او د چين استازي هم شریک ؤ وزیراعظم نوازشریف په خپله وینا کې وویل د پاکستان ـ چین اقتصادي راهداري (سي پېک) عملي کيږي او د دغه منصوبې د لارې به پاکستان د تجارتي هلو ځلو مرکز وګرځي.

هغه وویل د ګوادر بندر افغانستان، منځنۍ اسیا او د چين لویدېځو علاقو دپاره سمندر ته د رسېدو اسانه لار ده.

وزیراعظم وویل د سي پېک پروژې ګټې به ټول هېواد ته وي او دا به په ځانګړي ډول د ملک پاتې یا پسمانده علاقو دپاره د پرمختګ او خوشحالۍ د موقعو برابرولو سبب وګرځي.

پښتانه ملت پاله ګوندونو او بلوڅ مشرانو ترڅنګ د خېبرپښتونخوا له اړخه د سي پېک پروژې په لړ کې په مرکزي حکومت نیوکې کيږي چې د دغه منصوبې ټولې ګټې یواځې پنجاب صوبې ته ورکړی کيږي خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونه ترې محرومه پاتې کولی شي.

وزیراعظم په خپله وینا کې ویلی دا منصوبه د ټول ملک دپاره ده کومه صوبه یا علاقه به ترې محرومه پاتې نه کړی شي.

د ګوادر بندر نه په رسمي ډول تجارتي هلې ځلې په داسې مهال کې پېل کړی شوي چې د خالي په ورځ ماښام د بلوچستان صوبې په خضدار ضلع کې یو مزار باندې برید شوی ۵۲ کسان پکې وژل شوي او د ۱۰۰ نه زیات پکې نور ژوبل شوي دي.

نوازشریف په خضدارکې د شاه نوراني په مزار شوی برید په سختو ټکو کې غندلی او ژمنه يې کړې ده چې په دغه ډول بریدونو کې چې بې ګناه خلک وژل کيږي، ترهګر او انتهاپسند به د دې د لارې د دوي حوصلې ټيټې نه کړي.

ګوادر کې د تجارتي هلو ځلو د پرانستې په دستوره د پاکستان د درې واړو پوځونو مشران او لوړ پوړو حکومتي چارواکو ترڅنګ بهرنو سفیرانو هم ګډون درلود.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG