لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپرويز خټک په مشرۍ اسلام اباد ته روان کاروان صوابۍ ته ستون


 دنهې په ورځ ميډيا سره خبرو کې عمران خان وويل دهغه دګوند دکارکوونکو په ضد داوښکو بهيونکي تاريخ تيرې ګولې کارول شوي،عمران خان پوښتنه کړې ده چې دکوم قانون په اساس دهغه دکارکوونکو مخه نيولى شي.
دنهې په ورځ ميډيا سره خبرو کې عمران خان وويل دهغه دګوند دکارکوونکو په ضد داوښکو بهيونکي تاريخ تيرې ګولې کارول شوي،عمران خان پوښتنه کړې ده چې دکوم قانون په اساس دهغه دکارکوونکو مخه نيولى شي.

په دوهم نومبر اسلام اباد کې دوزيراعظم نوازشريف دحکومت په ضد احتجاج لپاره خېبرپښتونخوا ايالت څخه دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ داسلام اباد په لوري دتحريک انصاف روان کاروان دپنجاب پوليسو لخوا دسختې ګوله بارۍ څخه وروستو دصوابۍ په لوري بيرته پشا شوى دى.

دنهې په ورځ ميډيا سره خبرو کې عمران خان وويل دهغه دګوند دکارکوونکو په ضد داوښکو بهيونکي تاريخ تيرې ګولې کارول شوي،عمران خان پوښتنه کړې ده چې دکوم قانون په اساس دهغه دکارکوونکو مخه نيولى شي.

هغه وويل دحکومت دا وينا دروغ ده چې ګنې اسلام اباد ته دتحريک انصاف وسله والې ډلې ورروانې دي.

عمران خان وزيراعظم نوازشريف يو امر اؤ ظالم واکمن وګرځولو او وې ويل هغه دصوبو ترمينځ کرکې پيدا کوي.

دتحريک انصاف مشر وزيراعظم نوازشريف هيواد لپاره يو امنيتي ګواښ وګرځولو او وې ويل دهغه په اربونو روپۍ بهر پرتې دي او پاکستان کې يې هيڅ خوښي نشته.

دمخالف ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان يو بيان کې ويلي دي هغه دپنجاب دپوليسو لخوا دطاقت داستعمال څخه وروستو پرويز خټک ته وينا کړې چې صوابۍ ته دې بيرته ستون شي،بيا دې رايوځايې شي، دمه دې وکړي او اضافي(کارکوونکي) دې دځان سره کړي.

دخېبرپښتونخوا حکومت وياند مشتاق غني په دغه اړه برطانوي خبري اژانس سره خبرو کې ويلي دي دپوليسو لخوا ټوله شپه دګوله بارۍ څخه وروستو وزيراعلي پرويز خټک کارکوونکو ته دبرهان انټرچينج څخه دپشا کيدو وينا کړې او هيله ده چې هغوي به دجي ټي روډ له لارې اسلام اباد ته ورسيږي.

بل لوري ته يو بيان کې دمسلم ليګ(ن) مشر او دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دتحريک انصاف داحتجاج په اړه ويلي دي دپاکستان دتباهۍ ايجنډا پرمخ وړونکو ته پخپل منفي سلوک بيا نظراچول پکار دي.

هغه ويلي دي مسترد شوي سياسي عناصر دخپلو ناکامو بدله ولس څخه اخلي،هغه ويلي دي ددرې نيمو کلونو راهسې دغو خلکو دتورونو دسياست څخه پرته هيڅ نه دي کړي.

له دې وړاندې دخېبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک ويلي وو هغوي ديو پلان لاندې اسلام اباد ته روان دي خو دخېبرپښتونخوا حکومت وياند منلې ده چې دموټروى په لاره اسلام اباد ته دتللو دغه پلان سم نه ؤ او که چرې هغوي دمخه دجي ټي روډ له لارې اسلام اباد ته درسيدو هڅه کړى وى نو هلته به رسيدلى وى.

دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي پرويز خټک مشرۍ کې دتحريک انصاف دزرګونو کارکوونکو يو کاروان تيره ورځ داسلام اباد په لوري روان شوى و خو کله چې هغوي دصوابۍ هارون اباد پل ته ورسيدل نو دغلته يې دسړک بند ساتلو لپاره دپنجاب پوليسو لخوا دايښودل شوي کنټينر دلرې کولو هڅه کړې وه.

خېبرپښتونخوا څخه دعمران خان دګوند دکارکونکو اسلام اباد ته دداخليدو دمخنيوي لپاره موټروى او نور سړکونه په کنټينرو سره بند کړى شوي.

مظاهرهينو په پوليسو کاڼي ورولي او پوليسو دهغوي دخورولو لپاره داوښکو بهيونکى ګيس استعمال کړى دى.

دپنجاب پوليسو ټوله صوبه کې دمخالفو ګوندونو دکارکوونکو په ضد چاپې هم وهلي او داطلاعاتو ترمخه تر ١٥٠٠ؤ پورې کارکوونکي يې نيولي دي.

له دې وړاندې دتحريک انصاف مشر عمران خان خپلو کارکوونکو ته په ٣١م اکتوبر اسلام اباد ته درسيدو وينا کړې وه.

دخپل کور څخه بهر ميډيا سره خبرو کې عمران خان په حکومت او پوليسو نيوکه وکړه او وې ويل دهغه دګوند کارکوونکي نيول کيږي.

تيره اوونۍ داسلام اباد هايکورټ ضلعي انتظاميه دتحريک انصاف لخوا د وزيراعظم نوازشريف دحکومت په ضد په دوهم نومبر دکيدونکي احتجاج په مهال دکنټينرو لګولو او تحريک انصاف ګوند دخپل احتجاج په مهال داسلام اباد دبندولو څخه منعې کړى و.

که يو اړخ ته حکومت اسلام اباد ته دهيواد دبيلا بيلو سيمو څخه دتحريک انصاف دکارکونکو مخنيوي لپاره خنډان لګولي نو بل اړخ ته تحريک انصاف ګوند هم داسلام اباد دبندولو پخپلو اعلان قايم دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG