لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت پي ټي ائي ډله د اسلام اباد بندولو منع کړه


عدالت دا هم ویلي چې ټول دې واوري (تهرډ امپائر) نشته عدالت موجود دی.
عدالت دا هم ویلي چې ټول دې واوري (تهرډ امپائر) نشته عدالت موجود دی.

د اسلام اباد سترې محکمې (هائیکورټ) د یو امر د لارې د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ډله د نومبر د میاشتې په دویمه نېټه د اسلام اباد ښار بندولو نه منع کړې ده. عدالت د روانې میاشتې په ۳۱م نېټه عمران خان ته په خپله د حاضرېدو هم ویلي دی.

عدالت د اسلام اباد ضلعې انتظاميې ته هم ویلي چې په دویم نومبر دې په سړکونو کنټېنرې ونه درول شي.

دغه فېصله د اسلام اباد هائیکورټ قاضي شوکت عزیز اورولې ده، عدالت ته د عامو خلکو لخوا په دویم نومبر د عمران خان د اسلام اباد بندولو د اعلان په ضد خواستونه شوي وو.

جسټس شوکت عزیز صدیقي د څلورو خواستونو په اورېدنه کې ویلي په دویم نومبر د پي ټي ائي د احتجاج په ورځ نه څوک په سړکونو کنټېنرې اېښودی شي او نه څوک سړکونه بندولی شي.

د سرکاري میډيا ترمخه عدالتي امر کې پي ټي ائي او حکومت ته د اسلام اباد نه بندولو ترڅنګ ویل شوي چې د احتجاج په نوم د یو عام وګړي د حقونو تروړلو اجازه نه شي ورکړی کېدی.

عدالت ویلي احتجاج کولو د هرې سیاسي ډلې حق دی ولې چاته د ښار ګېرولو اجازه نه شي ورکړی کېدی، عدالت ویلي د احتجاج په ورځ به سکولونه، هسپتالونه او تجارتي مرکزونه خلاص وي.

د اسلام اباد د سترې محکمې قاضي امر کړی چې د اسلام باد سي ډي ای چې کوم ځاې ځانګړی کړی سیاسي ګوندونه دې هلته احتجاج کوي.

عدالت دا هم ویلي چې ټول دې واوري (تهرډ امپائر) نشته عدالت موجود دی.

د پي ټي ائي مشر په یوه وینا کې ویلي ؤ که د احتجاج په مهال يې کوم درېم قوت مخې ته راغی زمه وار به يې وزیراعظم نوازشریف وي.

عدالت په ۳۱م اکتوبر عمران خان په خپله غوښتی او پېمرا ته یې امر کړی چې د نوموړي په ۲م نومبر د اسلام باد د بندولو په اړوند د کړو ویناګانو ریکارډنګ دې هم عدالت وړاندې کړی شي. دغه ویناګانې به د عمران خان په وړاندې اورېدی شي.

د پي ټي ائي مشر عمران خان د پاناما لیکس او کرپشن په ضد په دویم نومبر احتجاجاً د اسلام اباد بندولو اعلان کړی دی او د پارټۍ په غړو یې د تیاریانو نیولو غږ کړی دی، عمران خان وايي وزیراعظم نوازشریف دې استعفی ورکړي او یا دې ځان احتساب ته وړاندې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG