لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست کې د وزیر قوم یو مشر وژل شوی


د عمرخان وزیر تعلق د شمالي وزیرستان د میرعلي سب ډويژن نورک علاقې سره ؤ ، هغه په شمالي وزیرستان کې د وزیرو په قبیله کې د سر مشر شمارل کېدو .
د عمرخان وزیر تعلق د شمالي وزیرستان د میرعلي سب ډويژن نورک علاقې سره ؤ ، هغه په شمالي وزیرستان کې د وزیرو په قبیله کې د سر مشر شمارل کېدو .

د پاکستان د قبايلي سیمې شمالي وزیرستان سرپه پوله پرته د افغانستان د خوست ولایت چارواکو ویلي تیره شپه د دغه ولایت د وزیرستان د کډوالو په کېمپ کې د وزیرو یو قومي مشر د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی .

د خوست د ګورنر ویاند مبارزمحمدځدراڼ وایس اف امریکا سره په خبرو کې پخلی کړی چې دغه قومي مشر عمرخان وزیر تیر ماسخوتن د ګربز ولسوالۍ د ګلان په کډوالو کېمپ کې په خپل کې دننه وژل شوی دی . نوموړي ویلي د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړي دي .

د عمرخان وزیر تعلق د شمالي وزیرستان د میرعلي سب ډويژن نورک علاقې سره ؤ ، هغه په شمالي وزیرستان کې د وزیرو په قبیله کې د سر مشر شمارل کېدو او د ځايي خلکو په وینا د عمرخان وزیر نه بغېر به جرګه نیمګړې وه .

د وزیرستان د کډوالو یو بل قومي مشر حاجی عمرالدین وزیر په دغه کېمپ کې دي ویلي يې دي برید کوؤنکي دوه کسان ؤ پياده د عمرخان کور ته ورغلي او هغه يې وژلی دی .

د نوموړي په وینا د عمرخان وزیر د چا سره ښکاره دښمني نه وه ، خو په کېمپ کې دېره د نورو خلکو په وینا عمرخان وزیر د پاکستان د هغه غوښتنې مخالف ؤ چې وزیر کډوال دې بیرته ستانه شي .

سرچينې وايي عمرخان وزیر له پاکستانه غوښتنه لرله چې کډوال دې بیرته په خپلو علاقو کې په ځاې کړی شي نه چې د یو کېمپ نه بل کېمپ ته بوتلی شي یا یې کوم بل ځاې ته ولیږي .

د پاکستان د پوځ لخوا د روان کال په سر کې افغانستان ته کډوال شوؤخلکو ته ویل شوي چې بیرته خپلو علاقو ته ستانه شي ګنې د دوې د پاکستان تبعیت به ختم کړی شي .

په کال ۲۰۱۴م کې شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ لخوا د ضرب عضب عملیاتو پېل کېدو له امله ځينې خلک خوست ته ورغلي وو . راپورونه وايي د افغانستان سره په پوله د خوست او پکتیکا په ولایتونو کې نزدې ۴۰زره وزیر د کډوالۍ ژوند کوي .

خوست کې د کوم قومي مشر د وژل کېدو د خپل نوعیت دا وړومبۍ پېښه ده، او تر اوسه پورې چا د دغه پېښې زمه واري نه ده قبوله کړې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG