لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې دې اپوزیشن ځان د النصره جبهې نه جداکړي، روس


نیویارک کې د عمومي غونډې په موقع د امریکا او روس استازو هره ورځ یو بل سره لیدلي ولې د شام په اړوند يې کوم ښکاره پرمختګ نه دی کړی .
نیویارک کې د عمومي غونډې په موقع د امریکا او روس استازو هره ورځ یو بل سره لیدلي ولې د شام په اړوند يې کوم ښکاره پرمختګ نه دی کړی .

د روس د بهرنو چارو وزیر سرګۍ لاروف ویلي په شام کې دې اپوزیشن ځان د تُندروه ډلو نه جدا کړي .

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د روس د بهرنو چارو وزیر ویلي ( مونږ ټول د اوربند په حق کې یُو ولې د حکومت مخالف (اپوزیشن) او تُندروه ډله النصره د یو بل نه جدا کېدو پرته دا اوربند بې معنې دی) .

د هغه په وینا د امریکا په مشرۍ جوړ اتحاد ویلي ؤ چې هغه به دا خبره یقيني کوي چې د شام اپوزیشن او النصره به جدا کوي ولې داسې ونه شو .

د جولايۍ په میاشت کې النصره جبهې ویلي ؤ چې د القاعده سره يې اړیکې دي او دا ډله اوس ځان د جبهت فتح الشام په نوم جوړوي .

لاروف ویلي چې په ۱۲م ستمبر کله په شام کې اوربند وشو نو د هغې وخت نه د مخالفینو د اتحاد لخوا په حلب کې ۳۵۰ بریدونه شوي دي .

روانه اونۍ د امریکې د بهرنو چارو وزیر جان کېري ویلي ؤ د شام د اپوزیشن ځینې غړي په النصره باندې اډاڼه کوي .

سرګۍ لاروف ویلي د ملک د پوځي مداخلې په ملاتړ يې شام د پاشل کېدو نه بچ شوی .

هغه ویلي د شام شخړه او هلته بشري کړکېچ د هغه وخته پورې نه شي ختمېدی چې کله پورې داعش، النصره او نور تُندلاري ختم کړی شوي نه وي .

نیویارک کې د عمومي غونډې په موقع د امریکا او روس استازو هره ورځ یو بل سره لیدلي ولې د شام په اړوند يې کوم ښکاره پرمختګ نه دی کړی .

د روس د بهرنو چارو وزیر ویلي په شام کې د اوربند تړون ساتنې ته اړتیا لري .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG