لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمندايجنسي: جومات کې ځانمرګي بريد٢٨ کسان وژلي


 ددغه ځانمرګي بريد ذمه واري تندروه ډلې جماعت الاحرار قبوله کړې او ويلي يې دي چې دهغوي هدف دامن کميتې غړي وؤ.
ددغه ځانمرګي بريد ذمه واري تندروه ډلې جماعت الاحرار قبوله کړې او ويلي يې دي چې دهغوي هدف دامن کميتې غړي وؤ.

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبايلي سيمه مهمندايجنسۍ کې يو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٢٨ کسان وژل شوي او ٣٠ شمير نور ژوبل دي.

دسرچينو ترمخه دغه ځانمرګي بريد دانبار تحصيل په پايي خان نومې سيمه کې ديو جومات دننه دجمعې دنمونځ په مهال شوى دى، دپاکستاني ميډيا راپورونه وايي چې دغه ځانمرګي بريد کې ٢٨ کسان وژل شوي او ٣٠نور ژوبل شوي دي.

ددغه ځانمرګي بريد ذمه واري تندروه ډلې جماعت الاحرار قبوله کړې او ويلي يې دي چې دهغوي هدف دامن کميتې غړي وؤ.

اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ نويد اکبر دغه چاودنه کې د٢٣و کسانو دژوبل کيدو پخلى کړى دى او ويلي يې دي چې ژوبل کسان دعلاج لپاره دباجوړ، چارسدې او پېښور هسپتالونو ته رسول شوي دي.

دعيني شاهدانو ترمخه جومات له ننوتو وروستو ځانمرګي دالله اکبر نعره ووهله اؤ دخلکو په مينځ کې يې ځان والوځولو.

عيني شاهدان وايي چې دځانمرګي بريد په مهال دجمعې په نمونځ کې تر دريوو سوؤ پورې نمونځ ګزار موجود وؤ، دچاودنې څخه وروستو دجومات وداني راپريوته او نمونځ ګزار ترې لاندې ګير شول.

دامنيتي سرچينو وينا ده چې ځانمرګي پخپل ځان پسي تړلي بارود دجومات په برانډه کې ځان الوځولى دى.

بل لوري ته دجنوبي وزيرستان په سرا روغه سيمه کې هم ديوې بمي چاودنې له امله ديو تن دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

دسږکال دپيل څخه پاکستان کې ځانمرګي بريدونو او بمي چاودنو کې اضافه راغلې ده چې پکې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي چې هيواد څخه يې دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره شمالي وزيرستان کې موثره پوځي عمليات کړي چې پکې يې ددرې نيمو زرو څخه دزياتو ترهه ګرو دوژلو دعوه کړې ده.

تجزيه کار وايي دغو عملياتو کې دپاکستاني طالبانو بريدونه يو څه محدود کړى شوي خو نورې تندروه ډلې دغه هيواد کې دبريدونو کولو توان لري

خو دپاکستان پنجاب صوبه،کومه چې ترټولو زياته ابادي لري، دتندروه ډلو لپاره محفوظه سيمه ګڼلى شي، دپاکستان پارلمان په دې اړه بحث کوي چې پوځ ولې په پنجاب کې دتندلاريتوب دمخنيوي لپاره زيات کار نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG