لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه ګرو په ضد مو پرته له امتياز څخه عمليات ترسره کړي،جنرال باجوه


پوځي وياند پخلى وکړو چې ضرب عضب عملياتو کې پنځه سوه او پينځه ديرش عسکر وژل شوي او دوه زره دوه سوه دوه اويا عسکر نور ژوبل شوي دي.
پوځي وياند پخلى وکړو چې ضرب عضب عملياتو کې پنځه سوه او پينځه ديرش عسکر وژل شوي او دوه زره دوه سوه دوه اويا عسکر نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان دپوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم سليم باجوه ويلي دي دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات پرته له کوم امتياز څخه ترسره شويدي.

افغان او امريکايي چارواکو تيرو وختونو کې په پاکستان غږ کړى چې ضرب عضب عملياتو کې دې افغانستان کې په افغان او امريکايي ځواکونو بريدونو کې دککړې تندروه ډلې حقاني نيټ ورک په ضد هم ګامونه واخلي خو دپاکستان دحکومت او پوځ دريځ پاتې شوى چې دغه عملياتو کې دڅه رقم فرق څخه کار نه اخستل کيږي.

يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال جنرال باجوه وويل په ١٥م جون کال ٢٠١٤م کې دضرب عضب عملياتو دپيل کيدو په مهال ديو شمير خبرو پريکړه شوې وه چې پکې دا هم شامله وه چې دغه عمليات به پرته له کوم امتياز څخه وي، دترهه ګرۍ خاتمه به پکې کولى شي، عامو خلکو اوځايونو ته دزيان رسولو به دډډې کولو هڅه کولى شي او دبشري حقونو خيال به ساتلى شي.

پوځي وياند پخلى وکړو چې ضرب عضب عملياتو کې پنځه سوه او پينځه ديرش عسکر وژل شوي او دوه زره دوه سوه دوه اويا عسکر نور ژوبل شوي دي.

هغه وويل په کوم وخت کې چې ضرب عضب عمليات پيل کړى شول نو هاغه وخت کې چا شمالي وزيرستان ته دتللو سوچ هم نه شو کولى او دغه سيمه ټول هيواد کې دکيدونکې ترهه ګرۍ مرکز جوړ شوى ؤ.

هغه وويل پوځ چې کله دشمالي وزيرستان دته خيل سيمې ته ورسيدو نو دغه سيمه يې دترهه ګرو څخه پاکه کړه خو کله چې پوځ دپولې په لوري ورتلو نو ځينې ترهه ګر دافغانستان په لاره خېبرايجنسۍ ته وتښتيدل او دغلته راټول شول دکومو په ضد چې وروستو دخېبر ون او خېبرټو په نوم خېبرايجنسۍ کې هم عمليات پيل کړى شول.

دهغه وينا وه چې دښو او بدو ترهه ګرو ترمينځ مو فرق ختم کړى او دحقاني نيټ ورک په ګډون مو دټولو ترهه ګريزو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه عمليات ترسره کړيدي.

هغه وويل دعملياتو څخه دمخه افغان صدر، افغان پوځ او نور چارواکي خبر کړى شوي وو او ورته خواست شوى و چې دپولې بل اړخ ته دې ضروري ګامونه واخلي او ورته خواست شوى و چې افغانستان ته دتښتيدلو جنګيالو په ضد دې ګامونه واخستل شي خو دغسې ونه شول.

هغه وويل دعملياتو په مهال په دروند مقدار کې وسله، بارود او نفرت خورونکي مواد هم قبضه کړى شويدي.

پوځي وياند دعوه وکړه چې ترهه ګرو سيمه کې دومره بارود ايښودي وو چې که چرې روزانه يې په نتيجه کې پينځه چاودنې کيدلى نو تر يوويشتو کلونو پورې دغه مواد چليدى شول.

هغه وويل چې شمالي وزيرستان ډيره سخته سيمه ده خو ديخنۍ او ګرمۍ دپرواه کولو څخه پرته پوځ دغلته دترهه ګرو ځالې ختمې کړې.

هغه وويل چې ددې ترڅنګ خېبرايجنسۍ کې هم ٩٠٠ ترهه ګر وژل شوي او دهغوي نيټ ورک له مينځه وړل شوى.

پاکستان کې دتندروه ډلې داعش دموجوديت په اړه پوځي وياند وويل داعش دمينځني ختيځ څخه ټوله نړۍ کې خوره شوې ډله ده، داعش پاکستان کې هم دخپلو پښو دمضبوطولو هڅه کړې خو پاکستاني ټولنې قبوله کړې نه ده، پوځي وياند وويل دزرو روپو په بدل دپاکستان بيلا بيلو ښارونو کې داعش لپاره په ديوال ليکونه شوي،دغه ډلې په ټي وي چينلو بريدونه کړي اؤ کراچۍ کې دبوهره ورورولۍ په بس شوي بريد کې هم داعش ډله ککړه وه.

هغه وويل چې اوس داعش يواځې دافغانستان ځينو برخو کې پاتې ده، دهغه وينا وه چې پاکستان کې داعش يواځې په ٢٥و کسانو مشتمله وه او حافظ عمر يې کمانډر ؤ، حافظ عمر درۍ سوه پينځويشت کسان په نخښه کړي او ١٥ عسکر يې وژلي دي.

له دې وړاندې دپاکستان بيلا بيلو ښارونو کې داعش لپاره دکارکولو په بنياد ګڼ کسان نيول شويدي.

داعش لپاره دپاکستان مختلفو ښارونو کې په ديوالونو ليکونه شوي او دغه ډلې تيره مياشت کويټه کې په وکيلانو دشوي ځانمرګي بريد په ګډون دګڼو بريدونو ذمه واري هم قبوله کړې خو دپاکستان پوځ او حکومت دواړه هيواد کې دداعش دمنظمې موجودګۍ څخه انکار کوي.

پوځي وياند وويل چې داعش سره داړيکو په تور درې سوه نهه کسان نيول شوي.

جنرال باجوه وويل افغانستان کې دداعش موجودګي هغوي لپاره لويې چيلنج دى او زياته يې کړه چې افغانستان څخه پاکستان ته دترهه ګرو دداخليدو دمخنيوي لپاره به په سرحدي سيمو کې اتلس ګيټونه لګولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG