لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي : دپوليسو دودانۍ ترڅنګ بمي چاودنه،٩ مړه،٧٠ ژوبل


 چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دبارودو څخه ډک يو ټرک دشام دپولې ترڅنګ دترکي په سيزرى سيمه کې دپوليسو هيډکوارټر سره ټکر کړى شو چې له امله يې دپوليسو درې پوړيزه وداني سخته اغيزمنه شوه.
چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دبارودو څخه ډک يو ټرک دشام دپولې ترڅنګ دترکي په سيزرى سيمه کې دپوليسو هيډکوارټر سره ټکر کړى شو چې له امله يې دپوليسو درې پوړيزه وداني سخته اغيزمنه شوه.

دترکي جنوب ختيځه سيمه کې دجمعې په ورځ دپوليسو ديوې ودانۍ سره نزدې ترسره شوې بمي چاودنه کې لږ ترلږه نهه کسان وژل شوي او ٧٠ نور ژوبل شوي دي.

چاودنه هاغه مهال وشوه کله چې دبارودو څخه ډک يو ټرک دشام دپولې ترڅنګ دترکي په سيزرى سيمه کې دپوليسو هيډکوارټر سره ټکر کړى شو چې له امله يې دپوليسو درې پوړيزه وداني سخته اغيزمنه شوه.

ددغه چاودنې ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده قبوله کړې.

ترکي کې دتشدد دګڼو پېښو ذمه واري تندروه ډلې داعش قبوله کړې، دترکي جنوب ختيزه سيمه کې دکردورورولۍ دواده يوه دستوره کې تيره اوونۍ ترسره شوې يوه بمي چاودنه کې هم پنځوس کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وؤ.

روانه اوونۍ کې ترکي شام کې دحزب اختلاف دياغيانو په مرستې سره دخپلې پولې ترڅنګ دشام جرابلس سيمه کې عمليات کړي او دترکي چارواکو وينا ده چې دغه سيمې څخه يې داعش ډله په تيښته مجبوره کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG