لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د خپلې ازادۍ ۷۰م کلیزه نمانځې


صدر ممنون حسېن وویل چې د جشن ازادۍ په موقع راته د کویټې پېښه یاده ده ، په دغه پېښه ټول قام غمژن دی او زیاته يې کړه د وژل شوؤ د وینې یوه یوه قطره راباندې قرض ده .
صدر ممنون حسېن وویل چې د جشن ازادۍ په موقع راته د کویټې پېښه یاده ده ، په دغه پېښه ټول قام غمژن دی او زیاته يې کړه د وژل شوؤ د وینې یوه یوه قطره راباندې قرض ده .

پاکستان نن د اتوار په ورځ ۱۴م اګست باندې د خپلې ازادۍ ۷۰م کلیزه په داسې مهال نمانځي چې یوه اونۍ وړاندې په کويټه کې ځانمرګی برید شوی او د ۷۰ نه زیات کسان پکې وژل شوي وو .

وزیراعظم نوازشریف د ازادۍ د ورځې په بیان کې دا ورځ د کشمیر په نوم کړې ، او صدر ممنون حسېن ويلي د ملک دپاره د قربان شوؤ د وینې یوه یوه قطره راباندې قرض ده .

د ازادۍ د ورځې په مناسبت وزیراعظم نوازشریف خپل بیان کې ویلي د کويټې غم لا تازه دی ولې هغه ویلي مونږ هغه کسان هم یادؤ چا چې د ملک د ازادۍ دپاره ځانونه قربان کړي دي . هغه ویلي سږکال د ۱۴ اګست ازادي د کشمیر او هغو کشمیریانوپه نوم کومه چا چې د ریاستي جبر مقابله کړې ده .

اسلام اباد کې په کنونشن سنټر کې راجوړې دستورې ته په وینا کې صدر ممنون حسېن وویل چې د جشن ازادۍ په موقع راته د کویټې پېښه یاده ده ، په دغه پېښه ټول قام غمژن دی او زیاته يې کړه د وژل شوؤ د وینې یوه یوه قطره راباندې قرض ده .

هغه زیاته کړه د ترهګرۍ په ضد جنګ کې قام د پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دی د ضرب عضب ښې نتیجې راروانې دي او د ترهګرو نه به ملک پاکولی شي . صدر هم خپله وینا کې د کشمیر یادونه کړې چې په هر ډګر به د کشمیریانوغږ پورته کوؤ او ملاتړ به یې دوامداره ساتو .

پاکستان په داسې حال کې خپله ۷۰ کلیزه نمانځي چې یوه اونۍ وړاندې په کويټه کې یو ځانمرګی برید شوی او د ۷۰ نه زیات کسان پکې وژل شوي وو چې زیاتره يې وکیلان وو .

پاکستان کې د ازادۍ د ورځې نمانځلو ترڅنګ د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو (ټویټر او فېس بک) باندې هم د دې ورځې په مناسبت خلک خپل خپل پېغامونه ورکوي .

طارق وحید په فېس بک لیکلي ( څومره خلک چې نن په سړکونو د ازادۍ جشن کوي که چرته دوې د ترهګرۍ او خپلو حقونو دپاره په سړکونو راوتی نو د ارمي پبلک سکول، باچا خان یونیورسټۍ او کويټې د روغتون په رنګ پېښې به نه رامنځته کېدې او نه به د اولس په ټېکسونو حکومتي ادارو مزې کولې) .

پلوشه عباس په ټویټر لیکلي (اووه ورځې وړاندې په کویټه کې ظلم، ټول خلک دې باید د غمژنو کورنو فکر وکړي ) .

عمراخان په ټویټر لیکلي، ( پښتانه د کال ۱۹۴۷م نه : قتل عام او وژنې. پوځي امریت او اپرېشنې ٫عملیات،). په ملینونو کډوال، بې کوره کېدل او غربت) .

واسع جلیل په یو ګاډي د پوځ مشر جنرال راحیل شریف لګېدلي عکس سره لیکلي، ( د ازادۍ په جشن کې عسکري رنګ) .

ځينې کسان دریز لري چې ملک کې روانې ترهګرۍ او په خصوصي توګه د کويټې تازه برید ته په کتو دې د ازادۍ ورځ په سادګۍ نمانځل شوی وی .

خو ځینې بیا وايي د نمانځلو مقصد يې مخالفه قوتونو ته ښکاره کول دي چې د بدامنۍ په ضد د خلکو حوصلې لوړې دي .

د ازادۍ په ورځ د امنیت په موخه د پلازمينې اسلام اباد ترڅنګ د ملک په ۴۰ لویو وړو ښارونو کې د سهار راهسې د ماسپخین پورې موبايل سروس هم بند کړی شوی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG