لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا پاکستان لپاره دديرشو کروړو پوځي امداد اودرولى

 ددفاع دمحکمې وياند ايډم سټمپ ترمخه ددفاع وزير ايش کارټر پريکړه کړې ده چې کانګريس ته دباور ورکولو په هاغه سند به لاسليک نه کوي کوم چې دترهه ګريزې ډلې حقاني نيټ ورک په ضد دپاکستان دکلکو ګامونو دپخلي لپاره ضروري دى.

دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک په ضد دکلکو ګامونو دنه اخستو له امله دامريکا ددفاع محکمې پاکستان ته ورکړل کيدونکى دديرشو کروړو ډالرو پوځي امداد اودرولى دى.

ددفاع دمحکمې وياند ايډم سټمپ ترمخه ددفاع وزير ايش کارټر پريکړه کړې ده چې کانګريس ته دباور ورکولو په هاغه سند به لاسليک نه کوي کوم چې دترهه ګريزې ډلې حقاني نيټ ورک په ضد دپاکستان دکلکو ګامونو دپخلي لپاره ضروري دى.

امريکايي کانګريس په دې خبره ټينګار کوي چې پاکستان يواځې دځان لپاره دخطره ګڼل کيدونکو ترهه ګرو په ضد عمليات کوي خو افغان طالبان او حقاني نيټ ورک اوس هم په شکمنه توګه دپاکستان خاوره کاروي او افغانستان کې په امريکايي او افغان عسکرو بريدونه کوي.

هم له دې امله کويليشن سپورټ فنډ دحقاني نيټ ورک په ضد موثرو ګامونو پسې مشروط کړل شوى ؤ.

دپاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې دترهه ګرو په ضد پرتله کوم فرق څخه عمليات کوي او دخپلې خاورې دنورو هيوادونو په ضد دکارول کيدو اجازه نه ورکوي.

واشنګټن کې دپاکستاني سفارت خانې وياند دپينټاګون ددغه پريکړې په اړه دپوښتنو په ځواب کې يو بيان کې ويلي کويليشن سپورټ فنډ دپاکستان دترهه ګرۍ په ضد دهڅو دوامداره ساتلو کې ګټور دى کوم چې ددواړو هيوادونو په ګټه دى.

دبيان ترمخه پاکستان ددې خبرې باوري کولو لپاره چې امنيتي ځواکونو کومې سيمې دترهه ګرو څخه پاکې کړي هغه يوځل بيا دهغوي لاسونو ته پرې نه اوځي، دترهه ګرۍ په ضد به خپله جګړه دوامداره ساتي.

وياند ويلي دکانګريس مشرانو غړو او دميډيا استازو دترهه ګرو څخه دپاکو کړل شوو سيمو دوره کړې او هغوي دغلته دامريکا په شراکت دارۍ دروانو پرمختيايي پروژو په ګډون ترلاسه شوي برياليتوبونه کتلي دي.

دهغه په قول پاکستان به دخپلو شراکت دارانو سره په ګډه دغو سيمو کې داوږدمهاله امن او ثبات باوري کولو لپاره کار دوامداره ساتي.

اوس اوس دامريکايي سينيټ دارمډ سروسز کميټۍ مشر جان مکين ديو پلاوي ترڅنګ دشمالي وزيرستان دوره کړې وه چرته چې په کال ٢٠١٤م کې دپاکستان دپوځ لخوا دترهه ګرو په ضد عمليات پيل کړي وؤ او دعوه لري چې دغه سيمې يې دترهه ګرو څخه پاکې کړيدي.

دامريکا او پاکستان اړيکې اوسنو مياشتو کې دتاوتريخوالي ښکار پاتې شوي او دڅيړونکو په خيال دکويليشن سپورټ فنډ نه جاري کيدو سره ددغو اړيکو دنور تاؤژن کيدو انديښنه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG